1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبورکینافاسو

بورکینا فاسو د فرانسې نړېوالې راډيو خپرونې بندې کړې

۱۴۰۱ آذر ۱۳, یکشنبه

بورکينا فاسو د شنبې په ورځ د فرانسې نړېوالې راډيو (RFI) د خپرونو د فوري بندولو امر وکړ او تور ېې ولګاوه چې دغه رسنۍ د حکومت خلاف «ګواښونکي پيغامونه» خپروي. تر دې مخکې مالي هم د دغې راډيو نشرات بند کړي ول.

https://p.dw.com/p/4KSBl
د بورکینا فاسو حکومت په یوه اعلاميه کې ويلي چې حکومت د فرانسوۍ رسنۍ د رپوټونو پر محتویاتو آن د نومبر په ۳مه اعتراض کړی وو
د بورکینا فاسو حکومت په یوه اعلاميه کې ويلي چې حکومت د فرانسوۍ رسنۍ د رپوټونو پر محتویاتو آن د نومبر په ۳مه اعتراض کړی ووانځور: Yoan Valat/epa/dpa/picture alliance

دا په روان کال کې تر مالي وروسته په غربي افریقا کې تر پوځي حاکمیت لاندې دوهم هیواد دی چې د فرانسې نړېوالې راډيو خپرونې بندوي.

د بورکينا فاسو حکومت ویاند، ژان امانویل اودراګو، وويل چې د فرانسې نړېوالې راډیو د «تروريستي ډلو په یو ناهیلې کونکي مانور» کې چې غواړي د هیواد د دفاع له پاره په زرونو منسجم شوي بورکینایان منصرف کړي، برخه اخیستې ده.

د اوونۍ په سر کې القاعده پورې اړوندې ډلې (GSIM) په یو ويډيويي پیغام کې د بورکينا فاسو پر هغو کلیو د حملو ګواښ وکړ چې د حکومت پلوه ملیشو (VDP) له خوا ېې دفاع کیږي.

بورکینا فاسو: د ملیشې په جذبولو سره د امنیتي حالت د سمیدو هیله مندي

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، وي ډي پي، ملکي داوطلبان دي چې دوه اونیزې زده کړې ورته ورکړل شوي تر څو وشی کړی پوځ سره د نظارت، معلوماتو ټولولو او یا سکورت په برخو کې کار وکړي.

د حکومت په یوه اعلاميه کې ويل شوي چې حکومت د فرانسوۍ رسنۍ د رپوټونو پر محتویاتو آن د نومبر په ۳مه اعتراض کړی وو.

په بورکینا فاسو کي بیا کودتا وسوه

اعلامیه کې راغلي: «د ټولو هغو مواردو د ارزونې په موخه چې تر دې مخکې واقع شوي، حکومت تصمیم ونیوه چې د فرانسې نړيوالې راډيو خپرونې په فوري توګه تر امر ثاني پورې بندې کړي.»

کپيټان ابراهیم تراوري
کپيټان ابراهیم تراوريانځور: AA/picture alliance

حکومت همدارنګه د فرانسې نړيواله راډيو د «ګمراه کونکو معلوماتو» پر خپرولو تورنه کړې چې ښيي د بورکينا فاسو د پوځي حکومت مشر، کپيټان ابراهیم تراوري، ويلي دي چې د هغه پر ضد د کوتا یوه هڅه شوې ده.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د فرانسې نړیوالې راډيو د خپرونو د بندولو پريکړه «د بورکینا فاسو د مخابراتو د عالي شورا د طرحې له مخې د لومړنۍ خبرتیا ورکولو او د طرزالعملونو د عملي کولو پرته، شوې ده.»

بورکینا فاسو: مشکوکو جهادیانو امنيتي ځواکونه وژلي

اعلاميه کې دغه راز ويل شوی چې د فرانسې میدیا موند ډله چې دغه راډیو ورپورې تړاو لري، وشي کړای تر څو د فرانسې نړېوالې راډيو د نشراتو د احیا او د خپلو ژورنالیستانو د مسلکي کار په ګډون ټولې لازمې لارې چارې وارزوي.

د فرانسې نړيواله راډيو وايي چې د دوی نشرات په بورکینا فاسو کې هره اوونۍ د څه باندې ۴۰ سلنه نفوس او د «څه باندې ۷۰ سلنې صاحب نظرانو» له خوا اورېدل کیږي.

د بورکینا فاسو کودتاچي مؤقت جمهوررییس تعیین سوی

په پلازمېنه واګادوګو کې د فرانسې خبري آژانس يو خبريال منلې ده چې تر ماسپښين ناوخته وروسته نور دغه راډیو نه اوريدل کیده.

تر دې مخکې په مارچ میاشت کې د مالي پوځي حکومت هم د فرانسې نړېوالې راډیو او د فرانس۲۴ رسنۍ نشرات بند کړل. مالي دغه اقدام وروسته له هغې وکړ چې دغو رسنیو رپوټونه خپاره کړل چې د مالي پوځ له ملکیانو څخه په ناوړه استفاده کې دخيل دی.

 mks/mns(AFP)

له آرشیف څخه: