1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبورکینافاسو

بورکینا فاسو: مشکوکو جهادیانو امنيتي ځواکونه وژلي

۱۴۰۱ مرداد ۱۴, جمعه

شکمنو جهاديانو د جمعې په ورځ د بورکینا فاسو هيواد په شمال کې درې سرتيري او نه ملکي مرستندوي ځواکونه وژلي. په جولای کې په دغه هیواد کې ۸۶ کسان په ډلیزه توګه وژل شوي ول.

https://p.dw.com/p/4FAxf
Burkina Faso Militärpatrouille
انځور: OLYMPIA DE MAISMONT/AFP

د فرانسې خبري آژانس په حواله، ځایي چارواکو ويلي دي چې دغه کسان د پنجشنبې په ورځ په بورزانګا ولسوالۍ کې په غبرګو حملو کې وژل شوي دي.

د جون میاشتې په ۱۱مه د بورکینا فاسو په یوه بله شمالي سیمه سيتنګا کې ۸۶ کسان په ډلیزه توګه وژل شوي ول. دا د دغه هیواد په ناکراریو کې یوه تر ټولو خونړۍ پېښه ښودل شوې ده.

بورکینا فاسو کې له ۷ کلونو راهیسې ناکرارۍ ادامه لري. ادعا کيږي چې په دغو ناکراریو کې په زرونو کسان وژل شوي او شاوخوا ۲ میلیونه انسانان خپلو د کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي. بورکینا فاسو د افریقا په غرب کې پروت هیواد دی.