1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيافریقا

بورکینا فاسو: د ملیشې په جذبولو سره د امنیتي حالت سمیدل

۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

د یوه رپوټ په حواله په بورکینا فاسو کي تازه قدرت ته رسیدلي کودتاچیان غواړي د خپلي خوښي ملیشې په جذبولو سره امنیتي حالت سم کړي.

https://p.dw.com/p/4Ih8c
Burkina Faso | Übergangspräsident Ibrahim Traore
انځور: Kilaye Bationo/AP/dpa/picture alliance

په دې منظور هغوی غواړي د اسلامي تندلارو پرضد مجموعأ ۵۰۰۰۰ ملکي کسان راجذب کړي. د فرانسې خبري آژانس د دغه هیواد د محلي اداراتو د وزیر په حواله رپوټ ورکړی دی، چي د ۳۵۰۰۰ نورو کسانو جذبیدل شروع سوي دي. د همدې اونی په سر کي لا د یوې ۱۵۰۰۰ نفره قطعې د جوړویدو خبر ورکول سو. 
د تیري سپټمبر میاشتي په اخره کي ډګرمن ابراهیم ترااوره د غربي افریقا په دغه هیواد کي کودتا وکړه او دلیل یې »خراب امنیتي حالت » راوړی ؤ.