1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيافریقا

د بورکینا فاسو کودتاچي مؤقت جمهوررییس تعیین سوی

۱۴۰۱ مهر ۲۳, شنبه

په بورکینا فاسو کي د سپټمبر میاشتي په اخره کي د نظامي کودتا رهبر د دغه هیواد مؤقت جمهوررییس تعیین سوی دی.

https://p.dw.com/p/4IEo3
Lage in Burkina Faso
انځور: Radiodiffusion Télévision du Burkina/AFP

د دغه هیواد د نظامي کودتأ دوو غړو خبر ورکړی دی، چي ۳۴ کلن تورن، ابراهیم ترا اوره د رایو په اتفاق سره د مؤقت جمهوررییس په حیث تعیین سوی دی. د هغوی په حواله به بیا په ۲۰۲۴ م کال کي د جمهوري ریاست انتخابات تر سره او نوی جمهورریس انتخاب سي. د بورکینا فاسو په پایتخت اوګادوګو کي په دغو مراسمو کي د سیاسي حزبونو، اجتماعي او مذهبي ګروپونو، امنیتي قواوو او صنفي اتحادیو تقریبأ ۳۰۰ نمایندګانو برخه اخیستې وه. 
پدې ډول سره نو ابراهیم ترااوره د زانداوګو دامیبا ځای ناستی کیږي، چي هغه پخپله هم د یوې کودتأ د لاري قدرت ته رسیدلی ؤ.