1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران ولې له افغانستان سره د پولې د تړلو پرېکړه کړې؟

۱۴۰۲ بهمن ۲۳, دوشنبه

ایران پرېکړه کړې ده، چې له افغانستان سره خپله پوله د فزیکي موانعو په واسطه بنده کړي. شنونکي وايي، دا کار پر امنیتي اندېښنو سربېره دغه هېواد ته د افغان کډوالو د ورتلو د مخنیوي له امله کېږي.

https://p.dw.com/p/4cJhH
Grenzregion zwischen Iran und Afghanistan bei Sarandsch
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د سپاس پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس د ایران د وسله والو ځواکونو د جغرافيوي ادارې د مشر امیر فخري له قوله لیکي:«د وسله والو ځواکونو لوی درستیز له کورنیو چارو وزارت سره په ګډه افغانستان د پولې د تړلو طرحه پر مخ وړي، څو د فزیکي موانعو پر مټ پر پوله تګ راتګ محدود شي.»

دې اژانس په یوه بل خبر کې د ایران د کورنیو چارو د وزیر له قوله لیکلي:« په پام کې نه ده چې دیوال دې جوړ شي، موضوع د پولې د تړلو ده، چې اوس یې د څېړلو په حال کې یو.»

د ایران رسمي خبري خبري اژانس د ځمکنیو ځواکونو د قومندان له قوله ویلي دي چې دا طرحه په څلورو مرحلو کې د دغه هېواد په شمال ختیځ ۷۴ کیلومتره پولې اوږدو کې پلې کېږي.

د ایران حکومت داسې حال کې افغانستان سره د خپلې پولې د تړلو پر طرح کار کوي، چې موده مخکې د دغه هېواد کرمان ولایت کې د دوو پرلپسې چاودنو له امله تر ۳۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ، ژوبله واوښته. د دغې پېښې مسئولیت د داعش خراسان څانګې منلی و.

ایران لکه د نور هېوادونه تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو له طالبانو سره نیږدې اړیکې لري او د افغانستان له پاره خپل سیاسي استازي یې د طالبانو حکومت ته لېږلي دي. په همدې حال کې شنونکي وايي، ایران د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د داعش ډلې د شتون په اړه اندېښنه لري.

زرنج ته څېرمه د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي سیمه
زرنج ته څېرمه د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي سیمهانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د کابل پوهنتون مخکینی استاد، ډاکټر فیض الله جلال، چې اوس المان کې اوسېږي، په دې باور دی، چې ایران لکه د سیمې د نور هېوادونه د امنیت له پلوه اندېښنه لري، ځکه دا مهال د ده په ټکو، په افغانستان  کې ګڼ شمېر ترهګرې ډلې فعالیت لري.

د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد د ایران هر ډول امنیتي اندېښنې رد کړي دي. نوموړی وايي، دا وړ ګامونه به د دواړه هېوادونه په تفاهم سره کوي: «اسلامي امارت په تاکید سره اعلان کړی دی چې د افغانستان له خاورې هیچاته ضرر متوجې نه دی. موږ د سیمې امنیت ته پام کوو او د افغانستان له خاورې چاته زیان نه رسېږي.»

خو د پوهنتون استاد شفیق الله شفیق وايي، که څه هم اوس مهال ایران له طالبانو سره نیږدې اړیکې لري؛ خو دا اړیکې ستراتیژیکې او ژورې نه دي. هغه وویل: «له افغانستان سره د ایران د پولې د تړلو یو لامل د کرمان د بریدونو په ګډون وروستۍ پېښې دي.»

د کډوالو د ورتګ مخنیوی؟

په دې وروستیو کې ایران د افغان کډوالو د اخرج پروسه چټکه کړې او موده مخکې ایراني چارواکیو ویلي ول چې په دوو اونیو کې یې شاوخوا ۲۰ زره اسناد نه لرونکي افغانان له هغه هېواده ایستلي دي.

د پوهنتون مخکینی استاد فیض الله جلال وايي، ښايي ایران له افغانستان سره د خپلې پولې د تړلو پرېکړه دطالبانو له ادارې سره په همغږۍ کړې وي، څو ایران ته د افغان کډوالو د ورتګ مخه ونیول شي.

جلال وویل: «ایران ته د ډېرو افغان کډوالو ورتګ او له افغانستانه ایران ته د مخدره توکو قاچاق د دې لامل شوی دی چې ایران له افغانستان سره د خپلې پولې د تړلو پرېکړه وکړي.»

د امنیتي چارو کارپوه محمد صادق شینواری په دې باور دی، چې هر هېواد خپلو غوښتنو ته په پام سره حق لري، چې د خپل هېواد د بهبود له پاره هر ډول پرېکړه وکړي. شنواری وویل: «زما په نظر له افغانستان سره د ایران د پولې تړل د دواړو هېوادونو په ګټه دي او دا طرحه کولی شي، چې د مخدره موادو او انساني قاچاق مخه ونیسي.»

لیکوال: غضنفر عادلی

ژباړه: امید دیدار

له ایرانه هره ورځ څه کم ۵۰۰ مهاجر افغانستان ته اخراجیږي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل