1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: په تېرو لسو ورځو کې ۱۴۰۰۰ افغان کډوال ایستل شوي

۱۴۰۲ دی ۲۵, دوشنبه

د ایران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په تېرو لسو ورځو کې شاوخوا ۱۴ زره افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، د ایران سرحدي چارواکو دغه کډوال د طالبانو استازي ته سپارلي دي.

https://p.dw.com/p/4bFhq
Iran | Coronavirus | Eid al-Fitr
انځور: Morteza Nikoubazl/NurPhoto/picture alliance

په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو او د بې وزلۍ او بېکارۍ له ډېرېدو سره سره په دې وروستيو کې نه يوازې له پاکستانه، بلکې له ايران څخه هم د افغان کډوالو شړل زيات شوي دي.

که څه هم د پاکستان په څېر ایران د افغان کډوالو د شړلو له پاره کوم ځانګړی پلان نه دی اعلان کړی، خو نږدې هره ورځ په سلګونو افغان کډوال له ایرانه ایستل کېږي.

په دې وروستیو کې د ایراند اسلامي جمهوریت رسمي خبري اژانس ایرنا لیکلي دي چې څه د پاسه ۱۴ زره افغان کډوال د خراسان رضوي سرحدي پولې له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د خراسان رضوي د سرحدي ګارد قوماندان سردار مجید شجاع دغه خبري اژانس ته ویلي دي چې په تېرو لسو ورځو کې ۱۳۸۵۲ افغان مهاجرین ایستل شوي دي.

نوموړي له دغه خبري اژانس سره په خبرو کې زياته کړې ده: «دغه شمېر ناقانونه افغان کډوال د غرونو له لارې د پولې په صفري نقطه کې د افغانستان استازي ته وسپارل شول.»

دغه ایراني سرحدي چارواکي ټینګار کړی دی چې د بهرنیو هیوادونو اتباع باید په رسمي او قانوني ډول دغه هیواد ته داخل شي، که نه نو له هغوی سره به جدي چلند وشي.

د خراسان د سرحدي ګارد د قوماندان د شمېرو پر بنسټ، د روان لمریز کال په نهو میاشتو کې ۵۲۰ زره افغانان د اسنادو د نه لرلو له امله له ایرانه ایستل شوي او د طالبانو استازو ته سپارل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته د افغانستان دوه ګاونډي هېوادنه د افغانانو د کډوالۍ له نوې څپې سره مخامخ شول.

په لسگونو زره خلک د طالبانو د وېرې، بېکارۍ او بې وزلۍ له امله له دغه هېواده وتلي دي. خو اوس پر افغانستان د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ وروسته یو ځل بیا له پاکستان او ایران څخه د کډوالو شړلو زور اخیستی دی.

دا څرګنده نه ده چې د هغو کسانو برخلیک به څه وي چې د طالبانو له وېرې تښتېدلي او طالبانو ته له تسلیمېدو وروسته یې په ایران کې پناه اخیستې ده.

له ترکيې څخه د افغان کډوالو ویستل او د قاچاقي لارو ننګونې