1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: ایران غواړي افغان بندیان افغانستان ته انتقال کړي

۱۴۰۲ بهمن ۲, دوشنبه

د ايران دولتي آژانس ايرنا د دغه هيواد د قضایه قوي په حواله خبر ورکړی دی، چې د ایران د قضایه قوې استازي طالبانو سره افغانستان ته د بندیانو د انتقال په اړه خبرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4bYJG
Grenze Iran Afghanistan | Ausweisung von afghanischen Migranten
انځور: Mohsen Karimi/AFP/Getty Images

د ایراندولتي خبري اژانس ايرنا په یو رپوټ کې ویلي دي، چې د دغه هېواد د قضایه قوې د نړیوالو چارو مسوول کاظم غریب ابادي په مشرۍ د ایران یو پلاوی کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو د عدلیې او بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره کتلي دي.

دوی د غریب ابادي په حواله ویلي چې د ایرانحکومت له دغه هېواده، افغانستان ته د افغان بندیانو د انتقال او افغان کډوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو هوډ لري.

بل لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده او ویلي دي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران له یاد پلاوي سره کتلي دي او په ایران کې د افغان کډوالو، بندیانو او سفارتي چارو په اړه یې ګڼ بحثونه کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند دویچه ویله ته په خپل استول شوي پیغام کې ویلي: «د دواړو هیوادونو تر منځ د زندانیانو ستونزو ته د رسېدو، د زندانیانو د استرداد د موافقتنامې پلي کولو، په اعدام محکوم شویو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پیداکولو او د افغان مهاجرو اړوند حقوقي او جنایي برخو کې له یو بل سره د همکاریو په اړه خبرې وشوې»

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تېره میاشت ویلي ول، چې په ایران کې شاوخوا ۷ زره افغان کډوال بندیان دي. خو دا چې  اوس ایران، افغانستان ته د څومره شمېر افغان بندیانو د سپارلو پرېکړه کړې ده په دې اړه جزئیات نه شته خو تیر کال هم ایران اته نیم سوه افغان بندیان طالبانو ته سپارلي وو.