1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران ولي د طالبانو پر وړاندې خپل دریځ سخت کړی؟

۱۴۰۲ خرداد ۵, جمعه

د «حق آبې» پرسر د طالبانو او ایران ترمنځ د جنجال په دوام، اوس ایران د طالبانو پروړاندې خپل دریځ سخت کړی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر دا ځل په زغرده ویلي دي چې د طالبانو اوسنی حکومت به په رسمیت ونه پیژني.

https://p.dw.com/p/4Rrhy
ایران/ طالب مشران په ایران کې
ایران/ طالب مشران په ایران کېانځور: Fars

سیاسي شنونکي وايي، د طالبانو او ایران ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا ښايي د دې ډلې د سیاسي مخالفینو په ګټه تمامه شي، خو هغه جنجال هم ځای نه نیسي چې د دوه اړخیزه اړیکو د پرې کېدو سبب کیږي.

له هلمند سیند څخه د ایران »حق آبه« هغه موضوع ده چې په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ تړون کې درج شوې وه، خو د ایران جګپوړو چارواکو په دې اړه په دې وروستیو کې خپل »لحن« خورا سخت کړی او ان د ګواښ په بڼه یې د ایران پر لور د اوبو د ورخوشې کولو غوښتنه کړې ده.

 دا جنجال داسې مهال سخت شوی چې ایران په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو د بیاځلې واکمنېدو راهېسې او ان تر هغه وړاندې له دې ډلې سره ښې اړیکې پاللې.

د پنجشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وویل: «موږ له دې امله چې په افغانستان کې یو ټولګډونه حکومت نه دی جوړ شوی ناخوښ یو، په زغرده مو دا موضوع د افغانستان د واکمنانو غوږ ته رسولې. موږ د افغانستان اوسني واکمنان په رسمیت نه دي پيژندلي او په زغرده مو ویلي چې شرط یې د افغانستان د ټولو قومونو په ګډون یو ټولګډونه حکومت دی.»

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د خپلې وینا په یوه بله برخه کې چې د ایران دولتي خبري آژانس »ایرنا« خپره کړې، ویلي: »طالبان د افغانستان د واقعیت برخه ده، نه د افغانستان ټول واقعیت، موږ په افغانستان کې له زده کړو د نجونو او ښځو له بې برخې کولو په سخته ناخوښ یو او د افغانستان د واکمنانو دغه چلند د اسلام د پيغمبر د درسونو خلاف بولو.«

 د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د «حق آبې»په اړه د ایران مکررو غوښتنو ته په خپل غبرګون کې د «اوبو د کموالي» خبره کړې ده.

نیمروز/ کمال خان بند
نیمروز/ کمال خان بندانځور: Afghan Presidential Palace/Xinhua/imago images

د طالبانو ویاند د ایراني چارواکو وروستۍ څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي: »اوبه باید سلهاوو کیلومتره لار ووهي چې بیا ایران ته ورسیږي، په داسې حال کې چې اوس په کمال خان بند کې هیڅ اوبه نشته که چېرې د کجکې بند هم ورخوشې کړای شي، بیا هم تر ایرانه نه رسیږي.«

په افغانستان کې د سیاسي چارو یوه شنونکي مهدي منادي وايي، چې د اوبو پر سر دغه اختلافات ښايي د طالبانو د سیاسي مخالفینو په ګټه تمام شي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «دا د ایران د لاسوهنې له پاره د طالبانو د سیاسي مخالفینو د کارونې د فشار د یوې آلې په توګه ګڼلی شو، چې ایران کولای شي له همدې لارې خپل هدف یانې حق آبې ته ورسیږي او د ایران له پاره دا یو ډېر مهم غوراوی دی.»

د طالبانو په اړه د ایران په لیدلوري کې بدلون

دا داسې مهال دی چې په وروستیو څو کلونو کې د طالبانو په اړوند د ایران په لیدلوري کې خورا بدلون رامنځته شوی ؤ. د طالبانو د واکمني په لومړی دورې کې له ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱ پورې طالبانو او ایران یو بل ته د دښمن په سترګه کتل او ایران د طالبانو له مخالفو ډلو ملاتړ کاوه.

اړوند مطالب:طالبانو ته د ايران ګواښ: مخکي تر دې چي ناوخته سي د کجکي بند اوبه ایله کړئ

خو په وروستیو کلونو کې د طالبانو پرضد د امریکا په مشرۍ د نړېوالو ځواکونو د جګړې پرمهال له طالبانو د ایران د ملاتړ ګڼ شمېر رپوټونه خپاره شول او واک ته له رسیدو وروسته دواړو لورو خورا نیږدې اړیکې لرلې او طالب ډيپلوماټانو د افغانستان د سیاسي استازولی په توګه په ایران کې په کار پیل کړی دی.

د اوبو چارو یوه شنونکي نجیب آقا فهیم چې پخواني نظام کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر وو، وویل چې ایران پخوا د ړنګ شوي نظام پرضد له طالبانو کار اخېسته د طالبانو د بریدونو په مټ یې په افغانستان کې د څو سترو بندونو رغاولو چارې ځنډولې وې.

اړوند مطالب:طالبان: په ایران کې مو شارزدافير په کار پېل کوي

خو سیاسي شنونکي طارق فرهادي په دې باور دی چې د داسې اړیکو په شتون کې، که اختلافات ډېر هم شي د طالبانو او ایران ترمنځ به اړیکي له منځه نه ځي، ځکه د ایران ګټې له طالبانو سره په ښو اړیکو کې نغښتي دي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «په تېر کې ایران له نړېوالو ځواکونو سره د جګړې له امله له طالبانو سره ښې اړیکې لرلې او اوس هم له افغانستان سره د سوداګری له لارې ګټه وړي ځکه چې د ایران ډېر صادرات افغانستان ته دي، له همدې امله هڅه کوي چې ښې اړیکې وساتي.»

خو یوشمېر نور شنونکي وايي چې په ایران کې د اوبو ناسم مدیریت لامل شوی چې د هغه هيواد حکومت تر کورنیو فشارونو لاندې راشي.

د اوبو چارو یوه ایراني کارپوه نیک آهنګ کوثر وايي چې ایران او طالبانو د خپلو کورنیو سیاسي ستونزو له امله اوس داسې حال کې دي چې غواړي عامه افکار په بل لوري وڅرخوي.

د دغه کارپوه په وینا په دې سره دواړه لوري غواړي پر خپلو کورنیو ستونزو پرده واچوي او د «حق آبې» په موضوع سره ښيي چې د خپلو هيوادونو د ملي ګټو په فکر کې دي.