1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

«مخکي تر دې چي ناوخته سي د کجکي بند اوبه ایله کړئ»

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبه

د ایران د باندنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي دي چي د کجکي بند اوبه ور ایله کړي. خو طالبان وايي چي دغه بند کافي اوبه نه لري.

https://p.dw.com/p/4RXYw
Libanon | PK Hossein Amirabdollahian
انځور: Hassan Ammar/AP Photo/picture alliance

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په خبره د دغه هیواد ولسمشر ټینګار کړی دی چي د حقابې څخه د ګټي اخیستلو په موخه به په دې لار کي هر خنډ له منځه وړي.

د ایران د باندنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د چهارشنبې په ماښام په سیستان او بلوچشتان ولایت کي وویل چي تر خپل سفر دمخه يې د طالبانو ادارې د باندينو چارو وزارت له پلاوي سره په هیرمند کي د ایران د حقابې په اړه خبري اتري کړي دي.

د «ایسنا» خبري اژانس د راپور له مخي، امیر عبداللهیان ویلي دي: «له افغان غاړي زموږ ښکاره غوښتنه داده چې د دې ترمخه چي وخت تېر وي د کجکي بند اوبه را ایله کړي، ترڅو هم يې د لاري په اوږدو کي خپل هیوادوال او هم د سیستان خلک په اوبو ماړه سي.»

اړوند: د کجکي د بريښنا بند بيا رغول کيږي

دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستیو کي د ایران په ولسي جرګه کي د خاش د خلکو استازي نیوه وکړه چي افغان طالبان د ایران حقابې ته ژمن نه دي، ده په بلوچستان او سیستان ولایتونو کي د اوبو د سخت کمښت خبر ورکړ.

اسماعیل حسین زهي دې پوښتني ته په اشارې سره چي د ابراهیم رئیسي امر د ایران د حقابې په اړه تراوسه ځانګړې عملي پایله نه ده لرلې، تسنیم خبرې اژانس ته وویل: «کله چي امر کيږي او د اجرا وړتیا نه لري، مخکي مخکي د اوبو په اړه د سیستان خلک ناهیلي کوي.»

اړوند: ترکي شرکت د کجکي بند رغولو تړون لاسليک کړ

حسین زهي زیاتوي: «په تیرو کلنو کي د افغانستان او ایران دولتونو ترمنځ یو پروتوکول لاسلیک سوی چي د ایران حقابه دي د افغانستان له مبداء څخه جاري سي، خو له بده مرغه دغه پرتوکول د افغانستان له خوا نه هغه وخت او نه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته عملي سوی دی.»

امیر عبداللهیان د ایران د حقابې د وضاحت په جوړه سوې غونډه کي وویل، افغان اړخ وايي چي په بند کي کافي اوبه نه سته. دی وايي: «موږ په واضح ډول ویلي دي چي یو مسلکي ډله دي وټاکل سي چي د ۱۳۵۱ل کال ژمنلیک له مخي یاده موضوع وڅېړي.»

زموږ فېسبوک پاڼه دلته لیدلای سي

ده همدارنګه وویل چي د ایران ولسمشر ټینګار کړی دی: «له افغان لوري سره دي د خلکو د شکایتونو پر بنسټ د یادي موضوع د حل په موخه له هر ډول امکاناتو کار واخیستل سي.»