1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په ایران کې مو شارزدافير په کار پېل کوي

۱۴۰۱ اسفند ۸, دوشنبه

طالبانو ويلي دي چې په ايران کې به يې شارزافير په کار پيل وکړي. په کابل کي د ايران سفارت ويلي دي چې په تهران کې د افغانستان د سفارت سپارلو خبره د افغانستان داخلي موضوع ده.

https://p.dw.com/p/4O1Gr
طالبانو ويلي دي چې په ايران کې به يې شارزافير په کار پيل وکړي.
طالبانو ويلي دي چې په ايران کې به يې شارزافير په کار پيل وکړي.انځور: Ahmmad

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد تکل ويلي دي چې نن، دوشنبه به د طالبانو د حکومت له خوا ټاکل شوی شارزدافير فضل محمد حقاني او ورسره مل ديپلومان په تهران کې د افغانستان د سفارت چارې پر غاړه واخلي.

نوموړي رسنيو ته په استول شوي يوه کليپ کې زياته کړه ده: «دا چې په ايران کې ميشتو افغانانو له پاره د سفارت په خدماتو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي، د بهرنيو چارو وزارت تهران ته د ديپلوماتو د يوې اووه کسیزې ډلې د استولو پريکړه وکړه، څو د سفارت کارونه پر مخ ولاړ شي.»

اړونده موضوع:افغان ډیپلومات: سفارت به د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارو

نوموړي زياته کړې چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت دا ګام د افغانستان او ايران په ديپلوماتيکو اړيکو کې يو مهم ګام بولي.

طالبانو پرون، يکشنبه اعلان کړی وو چې استازی یې په تهران کې د افغانستان د سفارت چارې پر غاړه واخلي. تر دې دمخه په تهران کې د افغانستان يوه لوړپوړي ديپلومات هم ويلي ول چې ايران د سفارت چارې په رسمي توګه طالبانو ته سپاري.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په دې اړه د تويتر له لارې وويل: «موږ په دې عقيده يوو چې د نويو ګمارنو سره به د دواړو اسلامي، ورونو او ملګرو هيوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د اړيکو د پراخيدو شاهدان واوسو.»

په تهران کې د اکثريت پخوانيو ديپلوماتان له دې سفارت څخه تللي دي او ويلي دي چې حاضر نه دي له طالبانو سره کار وکړي. يو شمير سرچينو لا تېره اونۍ طالبانو ته په تهران کې د افغانستان د سفارت د سپارلو خبره کړې وه.

په کابل کې د ايران سفارت په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د بدلون خبره تائېد کړې ده، خو ويلي یې دي چې د سفارت د سپارلو موضوع د افغانستان داخلي موضوع ده. د سفارت له خوا نن، دوشنبه په خپره شوې دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي: «د افغانستان د سفارت د سپارلو خبره يوه داخلي موضوع ده او د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دغه موضوع کې هیڅ ډول مداخله نه ده کړې.»

د ايران د بهرنیو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني په دې وروستیو کې ويلي ول چې تهران له خپل ختيځ ګاونډي [افغانستان] سره د ديپلوماتيکي اړيکو په تګلاره کې تغير نه دی راوستلی.

اړونده موضوع:سرچېنې: ترکېې په استانبول کې د طالبانو یو ديپلومات منلی

د يو شمير سرچينو په حواله په پام کې ده چې نن، دوشنبه د ترکیې حکومت په استانبول کې د افغانستان قونسلګري هم د طالبانو ديپلوماتانو ته وسپاري.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله په ايران کې لږ تر لږه ۳،۵ ميلیونه افغانان ژوند کوي چې د دوي اکثريت یې د اوسیدو رسمي اسناد نه لري.

د طالبانو حکومت چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې یې په افغانستان کې په دويم ځل واک ترلاسه کړ، تر اوسه د نړۍ هيڅ يوه هيواد په رسميت نه دی پيژندلی او هڅه کوي چې د سيمې له هيوادونو سره د تعامل له لارې د افغانستان سفارتونو ته خپل استازي معرفي کړي. تر اوسه پاکستان، چين او روسیې د طالبانو ديپلوماتان منلي دي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له آرشيف څخه: