1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچېنې: ترکېې په استانبول کې د طالبانو یو ديپلومات منلی

۱۴۰۱ اسفند ۷, یکشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یو مکتوب په صادرولو، په استانبول کې د افغانستان د قونسلګرۍ یو شمیر کارکونکي ګوښه کړي دي. سرچېنې وايي چې د طالبانو يو ديپلومات به ډير ژر په دغه قونسلګرۍ کې پر کار پیل وکړي.

https://p.dw.com/p/4Nzhj
Türkei Jahrestag Putschversuch
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Gurel

د رپوټونو پر اساس، په پام کې ده چې ترکیه به په استانبول کې د افغانستان قونسلګري طالبانو ته وسپاري. ځینو سرچينو دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوه مکتوب په استولو د دغې قونسلګرۍ یو شمیر کارکونکي له دندو ګوښه کړي دي.

یادو سرچينو زیاته کړه په پام کې ده چې طالبان ګل محمد ځدراڼ چې پنځه میاشتې مخکې د ديپلومات په توګه دغه هیواد ته استول شوی وو او په انقره کې د افغانستان په سفارت کې یې کار کاوه، د خپل ديپلومات په توګه د استانبول قونسلګرۍ ته معرفي کړي.

په استانبول کې د افغانستان د قونسلګرۍ څخه یوې سرچېنې دویچه ويله ته وویل په پام کې ده سبا دوشنبه (د فبرورۍ ۲۷مه) دغه د افغانستان دغه قونسلګري د طالبانو ديپلومات ته وسپارل شي.

په دې هکله نور ولولئ:طالبانو د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره ۱۵ میلیونه مرسته اعلان کړې

په انقره کې د افغانستان سفارت یوې بلې سرچېنې بیا دویچه ویله ته وويل چې ترکي چارواکي ورته داسې استدلال کوي، څرنګه چې د دغه هیواد قونسلګريانې په کابل، هرات او مزار ښارونو کې فعاله دي او له دې نه علاوه ترکيه په افغانستان کې د افغان-ترک په لسونو فعال ښوونځي او بنسټونه لري، دوی تر فشار لاندې دي او مجبوره دي چې يو لړ شرایط ومني: «دوی [ترکیې] یوازې یو ديپلومات منلی دی او هغه هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پخوانی ديپلومات دی.» د سرچينې په خبره، ترکي چارواکو ورسره ژمنه کړې چې د طالبانو سفير او جنرال قونسل به ونه مني.

هغه زیاته کړه چې د دغې قونسلګرۍ ديپلوماتان ګوښه کړل شوي دي او د ماموریت وخت ېې پای ته رسېدلی دی. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په دې هکله له نظر ورکولو ډډه کړې ده.

په دې هکله نور ولولئ:ترکیه کې د دینی عالمانو غونډه؛ طالبانو څه ژمنې ورکړې؟

ایران کې هم د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل کیږي

په پام کې ده چې ایران هم په تهران کې د افغانستان سفارت، طالبانو ته وسپاري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت يوه کارکونکي د نوم د نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته تائيد کړه چې په پام کې ده فضل محمد حقاني په تهران کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه خپل کار پيل کړي.

د ایران له خوا طالبانو ته د افغانستان د سفارت سپارلو تصمیم، د «افغانستان د نجات له پاره د مقاومت ملي شورا» په نوم د سیاسي خوځښت او د یو شمیر سیاسي څيرو غبرګون راپارولی دی.

په دې هکله نور ولولئ: د ایران په زندانونو کې څومره افغانان بندیان دي؟

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ناصر کنعاني، څو ورځې مخکې په تهران کې د افغانستان سفارت په اړه د تغیراتو یادونه وکړه: «د یو ديپلومات د ماموریت پای او یو بل ديپلومات ته د سفارت سرپرستي سپارل، د هماغه سفارت له مجموعې څخه، د دغه سفارت په حقوقي وضعیت کې د تغییر په معنی نه دي.»

کنعاني زیاته کړه چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل په څرنګوالي د ایران اسلامي جمهوريت په دريځ کې کې هيڅ ډول تغییر رامنځ ته شوی نه دی.

په دې هکله نور ولولئ:طالبان: ماسکو کي د افغانستان سفارت زموږ استازي ته سپارل کيږي

د طالبانو حکومت تر اوسه د هيڅ هیواد له خوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی، خو دوی د هیوادونو سره د تعاملاتو له پاره هڅه کوي تر څو خپل ديپلوماتان د افغانستان سفارت خانو ته معرفي کړي. تر اوسه پاکستان، چين او روسېې د طالبانو ديپلومات منلي دي.

دویچه ویله د/م.ک.ص./ا.خ.ح.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل