1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایټالیا

ايټالیا: د مهاجرو کښتۍ په ډوبیدو کې له ۳۰ ډیر کسان مړه دي

۱۴۰۱ اسفند ۷, یکشنبه

د ايټالیا د ختيځې سیمې کالابریا په ساحل کې د مهاجرو د کښتۍ په حادثه کې چې د رپوټونو پر اساس تر اوسه لږ تر لږه د ۳۰ کسانو مړي موندل شوي دي. په دغه کښتۍ افغان او ایراني مهاجر سپاره ول.

https://p.dw.com/p/4Nzci
د پېښې ځای
د پېښې ځایانځور: Giuseppe Pipita/ZUMA/ANSA/IMAGO

ايټالوي رسنۍ او ناسا د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۶مه) خبر ورکړ چې پېښه د يکشنبې په رامنځ ته شوې او د مړو شوو کسانو په ډله کې يو ماشوم هم شامل دی. د ژغورنې ډلې پر ټويټر ليکلي چې د ۲۸ مړو جسدونه ېې موندلي دي او درې نور جسدونه ېې لیدلي چې د اوبو څپو ساحل ته راوکاږلي دی. 

رويټرز د یادو منابعو له قوله لیکي چې په دغه کښتۍ کې افغان، پاکستاني او ایراني مهاجر چې شمیر ېې له ۱۰۰ ډير وو، سپاره ول او هغه وخت واوښته چې په طوفاني سمندري هوا کې له ېوې ډبرې سره ټکر شوه.

ورته نور ولولئ:په مدیترانې سمندر کې د مهاجرو دوې کښتۍ ډوبې شوي دي

ناسا هم ورته خبر ورکړی او ویلي دي چې د ۲۷ مړو جسدونه د کروتونه ایالت اړوند د سمندر غاړې د (Steccato di Cutro) په نوم تفريحي ځای کې موندل شوي دي.

د آدنکرونوس په نوم خبري آژانس وايي په دغه کښتۍ کې له ۱۰۰ ډير کسان لیږدول کیدل، چې له ډلې ېې ۵۰ تنه ژغورل شوي دي. په ابتدايي رپوټونو کې په پېښه کې د مړه شوو کسانو شمیر ۲۷ تنه وښودل شول چې وروسته دغه شمیر ۳۰ ته لوړ شوی. دغه وضعیت او په کښتۍ کې د سپرو مهاجرو شمير ته په کتو، د دې احتمال شته چې د مړو شمير نور هم لوړ شي.

رويټرز په یو تازه رپوټ کې د ايټالیا د اطفائېې د ویاند له قوله ويلي چې له ۳۰ ډير کسان مړه شوي او له ۴۰ ډير کسان ژغورل شوي دي.

ورته نور ولولئ:یونان: د يوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې پنځه مهاجر مړه سوي

ايټالیا، هسپانیا او یونان هغه اروپايي هیوادونه دي چې د افغانستان په ګډون له آسيايي هیوادونو، افریقا او منځني ختيځ څخه مهاجر ورته د سمندر له لارې په لومړي سر کې ور رسیږي. هر کال پر دغې خطرناکه لار په سونو او آن په زرونو مهاجر په اوبو کې ډوبېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي. ډيری وخت دغه مهاجر په کوچنیو، خرابو او یا هم په ربړي بادي کښتیو کې سفرونه کوي او د هغو له وړتيا څخه ډير کسان په کې سپریږي.

نور معلومات: 
پاپ فرانسیس د يکشنبې ورځ د مهاجرو کښتۍ د اوښتو پر پيښه چې د تازه معلوماتو له مخې په کې له ۴۰ ډير کسان مړه شوي، خپګان ښوولی او ويلي دي چې په دغه کښتۍ کې د هر مهاجر له پاره ېې دعا کوي. 

د آرشیف انځور - پاپ فرانسیس د واټیکان سنت پيتر میدان کې د وینا پر مهال - د ۲۰۲۱م کال د دسمبر ۲۵مه
د آرشیف انځور - پاپ فرانسیس د واټیکان سنت پيتر میدان کې د وینا پر مهال - د ۲۰۲۱م کال د دسمبر ۲۵مهانځور: Vatican/AP Photo/picture alliance

ورته نور ولولئ: بلغاریا کې د ۱۸ افغانانو د مړیني په تور د قاچاقچیانو یوه ډله نیول شوې
هغه ويلي: «زه په خواشينۍ کروتونه ته نژدې ساحل کې د کښتۍ له ډوبېدو څخه خبر شوم. تر اوسه ۴۰ مړي چې اکثره ېې ماشومان دي کشف شوي دي. زه د دغو مهاجرو هر یوه ته دعا کوم، هغه چې لادرکه دي او هغوي چې ژغورل شوي دي.» پاپ دغه خبرې د واټیکان په پيتر سينت میدان کې خلکو ته د خپلې اوونيزې وینا پر مهال وکړې.  

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب