1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۱۸ افغانانو د مړیني په تور د قاچاقچیانو یوه ډله نیول شوې

۱۴۰۱ بهمن ۳۰, یکشنبه

د هغه وروسته چې په يوه لارۍ موټر کې د ۱۸ مهاجرو مړي وموندل شول، د بلغاريې چارواکي وايي چې د قاچاق وړونکو يوه ډله يې نيولې ده.

https://p.dw.com/p/4NhdA
بلغاري چارواکو له يو بار وړونکي موټر څخه د ۱۸ مهاجرو مړي او ۳۴ ژوندي کسان را وايستل
بلغاري چارواکو له يو بار وړونکي موټر څخه د ۱۸ مهاجرو مړي او ۳۴ ژوندي کسان را وايستلانځور: Georgi Paleykov/NurPhoto/IMAGO

د پوليسو له خوا د پيښي د پلټونکې ډلې مشر، بوريلاو سارافوو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ ۱۹مه نېټه) په صوفيه کې له يوې »منظمې جرمي ډلې« څخه خبره وکړه. په وينا يې دغه ډله مهاجر د بار وړونکو موټرو په وسيله له ترکيې سره د اروپايي اتحاديې له باندنۍ پولې څخه باروي او تر سربستان پوري يې انتقالوي.

دا هم ولولئ: بلغاریا کې د ۱۸ افغان کډوالو مړي موندل شوي

د بلغاريې د پوليسو په وينا د قاچاق وړونکو ياده ډله يې کشف کړېده. د پوليسو په وينا دغې ډلې په بار وړونکي موټر کې د ۱۸ مهاجرو د مړينې په قضيه کې هم لاس درلود. پوليسو د جمعې په ورځ و پلازمېنې صوفيې ته نژدې درول شوی يو بار وړونکی موټر موندلی و. په دغه موټر کې د ۱۸ مهاجرو مړي وموندل شول چې د چارواکو په وينا افغانان ول. زیاته شوې چې دغه مهاجر د اکسيجن نه لرلو له کبله مړه شوي ول. په دغه موټر کې ۳۴ نور ژوندي مهاجر ژغورل شوي او ورسره طبي مرسته وشوه.

ياد مهاجر په يو داسي بار وړونکي موټر کې پټ کړل شوي ول چې ورباندي لرگي بار ول. ويل شوي چې دغه مهاجر له ترکيې څخه بلغاريې ته قاچاق شوي ول. مهاجر زيات وختونه پر دغه مسير تيريږي او غواړي له دغې لارې مرکزي او لوېديځي اروپا ته ځانونه ورسوي. اکثره دغه مهاجر بل چېري د مهاجرو په توگه نه وي ثبت شوي.

دا هم ولولئ: رسنۍ: د اروپا پر باندنۍ پوله پر يو مهاجر ډزي شوي

بلغاريا د اروپايي اتحاديې پر باندنۍ پوله باندې د ترکيې سره اوږد سرحد لري. دغه هیواد په ۲۰۱۷ کال د ناقانونه مهاجرت د مخنیوي له پاره د دغه سرحد پر لويه برخه باندې کټاره ودروله. بلغاريا له اروپايي اتحاديې څخه په ملياردونو ډالره غواړي چې دغه کټارې او د سرحد ساتنې وسايل ورباندې تمويل کړي. خو د اروپايي اتحاديې کميسيون د دې مخالفت کوي چې له گډ دخل څخه د سرحدي موانعو تمويل دې وشي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.