1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امیرخان متقي د بریتانیې له ځانگړي استازي سره وليدل

گل غوټۍ پوپل | آژانسونه
۱۴۰۵ اردیبهشت ۹, چهارشنبه

د طالبانو ادارې ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر یې د افغانستان له پاره د بریتانیې له ځانگړي استازي سره، د افغانستان او سیمې د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې اترې کړې دي.

https://p.dw.com/p/5Czpt
د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوه خبري کنفرانس کې
د طالبانو د ادارې خارجه وزارت د افغانستان له پاره د بریتانیې له ځانگړي استازي سره د امیرخان متقې له ملاقات څخه خبر ورکړ.انځور: WAKIL KOHSAR/AFP via Getty Images

د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د افغانستان له پاره د بریتانیې له ځانگړي استازي، ریچارډ لیندزې سره د امیرخان متقې له لیدنې کتنې څخه خبر ورکړی دی.

د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت د خبري اعلامیې له مخې، په دغه لیدنه کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو، د دوحې د پروسې د څو اړخیزو ناستو او نورو سیمه ائیزو او نړیوالو موضوعگانو په هکله د نظر تبادله وکړه.

اميرخان متقي په دغه لیدنه کتنه کې ټینگار وکړ چې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د مثبتو اړیکو پلوی دی او اجازه به ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو په وړاندې استفاده وسي.

په دغه اعلامیې کې راغلي دي چې ریچارډ لیندزې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د یو شمیر افغانانو د وژل کیدو په اړه اندیښنه څرگنده کړې او د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله یې خپل نظرونه څرگند کړي دي.

په دغې اعلامیې کې ویل سوي دي چې ریچارډ لیندزي همدارنگه له افغانستان سره د بریتانیې د بشري مرستو پر دوام ټینگار کړی او هیله مندي یې ښودلې ده چې د تعاملاتو د پراختیا له پاره به په راتلونکې کې افغانستان ته خپلو سفرونو ته ادامه ورکړي.

د مهاجرو د اخراج په هکله خبرې اترې؟

د افغانستان له پاره د بریتانیې ځانگړي استازې او د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دغه سفر کې تر بحث لاندې موضوعگانو په هکله څه نه دي ویلي.

کابل ته د بریتانیې د ځانگړي استازي سفر پس له هغه ترسره کیږي چې رپوټ ورکړل سوی چې بریتانیا په نظر کې لري د طالبانو له ادارې سره د رد سوو پناه غوښتونکو د اخراج په هکله خبرې وکړي.

یو شمیر اروپايی هیوادونه له طالبانو سره د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج په هکله د خبرو اترو د ارزونې په حال کې دي او ځیني هیوادونه له پخوا څخه د طالبانو له ادارې سره دا ډول اړیکې لري.

اړونده موضوع: سويډن غواړي په سزا د محکومو مهاجرو اخراج ډېر کړي

د بریتانیې د کورنیو چارو وزیرې، شبانه محمود په دې وروستیو کې ویلي ول چې دغه هیواد «په ډیر دقت سره» د نورو هیوادونو اقدامات تر نظر لاندې لري.

د بریتانیې حکومت د طالبانو اداره په رسمیت نه پیژني؛ داسې یوه موضوع چې د هغو کسانو د بیرته ستنولو په وړاندې یو خنډ گرځیدلې چې د پناه غوښتنې وضعیت یې نه دی ترلاسه کړی.

شبانه محمود د رسنیو له خبریالانو لکه گارډین او سان سره په خبرو اترو کې ویلي دي: «موږ په ډیر دقت سره وضعیت څارو؛ دا چې نور هیوادونه، که هغه اروپايی شریکان وي او که نور، څه ډول برنامې لري او د افغانستان په گډون له نورو هیوادونو سره څه ډول خبرې اترې ترسره کوي.»

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.