1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د داعش په اړه اندېښنې ـ بریدونه څوک کوي؟

۱۴۰۱ فروردین ۳۱, چهارشنبه

د جمهوري حکومت له ړنګېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه حاکمه ډله ادعا لري، چې پر ټول هېواد ولکه لري او افغانستان کې یې امن راوستی، خو د دوی له واکمنېدو سره امنیتي پېښې نه دي درېدلي.

https://p.dw.com/p/4A8nz
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اپريل ۱۹نېټه) د کابل په لویدیځ کې پر یوه ښوونځي او روزنیز مرکز بریدونو کې له لسو ډېر کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول. د چارشنبې پر سهار هم د پلازمېنې کابل په قوای مرکز کې د طالبانو پر رنجر موټر چاودنې کې دوه کسان ژوبل شول.

همدا راز، دوه ورځې مخکې داعش ته منسوبې یوې خبرپاڼې ادعا وکړه، چې د افغانستان له خاورې یې پر شمالي ګاونډي ازبکستان توغندیز بریدونه کړي، خو ازبکستان او افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه ادعا بې بنسټه وبلله، که څه هم د ویډیو له خپرېدو وروسته یې بحثونه راپورته کړل.

بریدونه څوک کوي؟

د ګارډین ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې راغلي، په داسې حال کې چې طالبان د داعش ډلې د بشپړې ماتې خبره کوي، خو لیکي چې داعش ډله افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر وړاندې مهمه ننګونه ده.

د ورځپاڼې په باور، د اسلامي دولت په نوم ډلې د خراسان څانګې تېر کې هم د کابل په لویدیځ کې پر شیعه افغانانو د خونړیو بریدونو مسئولیت منلی دی.

تېره ورځ هم همدغې سیمه کې په یوه ښوونځي او روزنیز مرکز کې بریدونه وشول، چې له لسو ډېر شاګردان پکې ووژل شول او ګڼ ټپیان دي.

د داعش ډلې يو مهم مشر طالبانو ته تسلیم شوی

ګارډین لیکلي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې په ختیځ ننګرهار ولایت کې د داعش پر مشکوکو پټنځایونو عملیات هم کړي دي.

په همدې اړه د پخواني افغان پوځ یو جنرال اسدالله شیرزاد دویچه ویله ته وویل، داعش لا هم افغانستان کې فعاله دی او دا ډله عملآ په مختلفو سیمو کې بریدونه کوي.

هغه وايي: « داعش چې افغانستان کې راپیدا شوی، له هماغې وخته کم یا زیات فعال دی. موږ اوس عملآ د دوی حملې وینو، چې په مسجدونو او مختلفو اماکنو باندې حملې کوي.»

جنرال شیرزاد وايي، »داعش به طالبانو ته په یوه لوی سرخوږي بدل شي، ځکه د طالبانو حکومت منظم پوځ نه لري، نو ځکه خو به ورته د دغې او نورو مخالفو ډلو مهار ستونزمن وي.«

نوموړی زیاتوي، »د داعش ډلې سربېره د مقاومت په نوم مختلفې راپیدا شوې ډلې هم د طالبانو حکومت سرخوږی جوړ کړی او د طالبانو سیاسي مخالفین هم هڅه کوي، طالبانو ته مشکلات پیداکړي.«

د نظامي چارو شناند جنرال عبدالواحد طاقت دویچه ویله ته وویل، » په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه د عراق او شام له داعش سره اړیکه لري او دا ډله ښايي د طالبانو حکومت ته سرخوږی جوړ کړي.«

داعش نوی مشر اعلان کړی او د مخکني مرګ یې تائيد کړی

د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي هم د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل، »که څه هم اوس داعش ډلې په مستقیم ډول د طالبانو له حکومت سره جګړې نه دي پیل کړي، خو دغه ډله د خپلو جنګیالیو په انسجام بوخته ده او ښايي راتلونکي کې جګړې پیل کړي.«

هاخوا د افغانستان له لویدیځې حوزې هم د داعش ډلې د فعالیتونو رپوټونه ورکړل شوي دي. د فراه ولایت یوه قومي مشر بسم الله دویچه ویله ته وویل، »څو ورځې وړاندې داعش ډلې د دغه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې قرارګاه برید کړی و، چې قرارګاه ته یې زیان اړولی و.«

په پاکستان او افغانستان کې داعش ډله پر پراخیدو ده

دې قومي مشر په فراه او نیږدې نورو ولایتونو کې د داعش د بیا راپورته کېدو په اړه اندېښنه وښودله او زیاته یې کړه، چې دې کار خلک اندېښمن کړي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي دویچه ویله ته وویل،»د داعش ډلې په اړه هېڅ ډول اندېښنه نه لري او د دوی حکومت د داعش ډلې ټول بریدونه شنډ کړي دي.«

کريمي زياته کړه:»داعش ډله هېڅ ډول فعالیت نه لري«. د هغه په وينا به دوی داعش او هغه ټولې ډلې وځپي، چې امنیت ته ګواښ پېښولی شي.

باورونه دي، که چېرې د طالبانو حکومت د نړۍ له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي او دا ډله د نړیوالې ټولنې ټول شرایط پوره نه کړي، نو د طالبانو حکومت به په یوازې ځان او پرته د نړیوالو له مرستې له داعش او نورو وسله والو ډلو سره مبارزه ونه کړای شي.

افغانستان کې مخکیني جمهوري دولت دغه هېواد کې د شاوخوا پنځه ویشتو وسله والو ډلو له شتون خبر ورکړی و.

امید دیدار