1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: د ۴۰۰ بندي طالبانو آزادیدل پېل سوي دي

۱۳۹۹ مرداد ۲۴, جمعه

د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي چي د ۴۰۰ بندي طالبانو د خوشي کولو پروسه پېل سوې ده. د خبرو له پاره دا د طالبانو يو مهم شرط وو.

https://p.dw.com/p/3gwcw
Symbolbild Afghanistan Entlassung von Häftlingen
انځور: Massoud Hossaini/AFP/Getty Images

د فرانس پرس خبري آژانس د خبر له مخي د افغانستان د ملي امنيت وياند جاويد فيصل د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۱۴مه) وويل چي د افغانستان حکومت د ۴۰۰ زنداني طالبانو د خوشي کولو پروسه پېل کړې ده. نوموړي وويل چي له يادو زندانيانو څخه ۸۰ يې يوه ورځ مخکي لا خوشي کړل سوي دي.

د ۴۰۰ بندي زندانيانو خوشي کول د وسله والو طالبانو او افغان حکومت د سولې په تړاو د خبرو اترو د پېل له پاره وروستی اقدام بلل کيږي.

جاويد فيصل پر ټويټر ليکلي چي د زندانيانو په خوشي کولو سره به د طالبانو سره د مستقيمو خبرو اترو د پېلولو او همداشان د «دوامداره»او په ټول هيواد کي د اوربند رامنځ ته کولو په لاره کي د هلو ځلو سره مرسته وسي. يوې مشورتي لويي جرګې تېره اوونۍ د ۴۰۰ هغو زنداني طالبانو د خوشي کولو په حق کي مشوره ورکړې وه، چي طالبانو يې غوښتنه کوله. وسله والو طالبانو د افغان دولت سره د مستقيمو خبرو اترو د پېلولو له پاره د دغو زندانيانو د خوشي کولو شرط ايښی وو.

افغان حکومت په تيرو مياشتو کي تر مخه لا شاوخوا ۵۰۰۰ زنداني طالب جنګيالي آزاد کړي دي. وسله والو طالبانو هم په خپل وار د توافق خپله برخه عملي کړې او ۱۰۰۰ افغان امنيتي کسان يې آزاد کړي دي.

د امريکا متحده ايالاتو او وسله والو طالبانو د روان ميلادي کال په فبرورۍ مياشت کي توافق کړی وو چي پکښي له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د تدريجي وتنې او د طالب زندانيانو د خوشي کولو موضوعات شامل ول.

د امریکا متحده ايالاتو د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر په ۱۱مه نېټه د تر سره سوو ترهګرو بريدونو وروسته افغانستان ته د خپلو ټلوالو سره په ګډه پوځونه واستول. د دغه نظامي اقدام په پايله کي د طالبانو د هغه وخت حکومت ړنګ سوی وو.

آژانسونه/ا.و.ا./س.ر.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب