1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشورتي لویې جرګې د۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو پریکړه وکړه

۱۳۹۹ مرداد ۱۹, یکشنبه

ولسمشر غني وايي د دې ۴۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو حکم همدا نن لاسلیکوي. د مشورتي لویې جرګې په پریکړه لیک کې نور څه دي؟ له کابل څخه د محمد اسماعيل شاکر رپوټ:

https://p.dw.com/p/3ggP4
Afghanistan | Große Ratsversammlung in Kabul
انځور: AFP/Press Office of President of Afghanistan

د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو په پار رابلل شوې مشورتې لویه جرګه نن یکشنبه (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اګست ۹مه) په يو ۲۵ مادییزه پریکړه لیک سره پای ته ورسیده.

د دغه پریکړه لیک په دویمه ماده کې راغلي:

«جرګه د سولې مذاکراتو د پيل په وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو، د وینو له تویدلو څخه د مخنیوي او همدا راز د وګړو د مصلحت او خیر لپاره، د طالبانو د څلور سوو بندیانو د خوشې کېدو نظر تائیدوي.»

پر دغو څلور سوه طالب زندانیانو د وژنو، تښتونو، نشه يي توکو قاچاق او نورو جرمونو تور پورې دی.

ولسمشر غني د ۴۰۰ زندانیانو د نه خوشې کولو لپاره ستر لامل دا باله چې پر هغوی د «حق العبدي» ادعاوې شته چې دی یې د بخښلو واک نه لري.

مشورتي لویې جرګې د حق العبد په اړه څه پریکړه کړې؟

سره له دې چې مشورتي لویې جرګې د ۴۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو پریکړه کړې، خو د حق العبدي ادعا د خوندېتوب سپارښتنه هم کوي. په دې اړه د پریکړه لیک په ۸مه ماده کې راغلي:

«د غوښتنې په صورت کې د هغو کسانو حق العبدي دې خوندې وي، چې د خوشې شویو طالبانو لخوا متضرر شوي دي.»

ولسمشر محمد اشرف غني د مشورتي لویې جرګې د پای وینا کې د جرګې پریکړه لیک د حکومت او ولس ګډه پریکړه وبلله. نوموړي وویل:

«نن به زه داسې حکم لاسلیک کړم چې ما دا کار هیڅ کله نه شو کولی، خو ستاسې د پرېکړې له مخې به زه دا حکم لاسلیک کړم او ۴۰۰ بندیان به ازاد شي.»

ولسمشر غني پر طالبانو هم غږ وکړ چې د افغان ولس یووالي او اجماع ته درناوی وکړي.

ده وویل، اوس انتخاب د طالبانو په لاس کې دی او هیڅ ډول خنډ د سولې خبرو د پيل پروړاندې پاتې نه شو. غني وویل:

«دولت او ملت طالبان د یوه واقعیت په توګه مني، اوس باید دوی ثابته کړي چې د افغانستان تنوع او د ولس یووالی مني او کنه؟»

د مشورتي لویې جرګې په پریکړه لیک کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هغو منسوبینو د خوشې کېدو غوښتنه هم شوې چې د وظیفوي غفلت په تور په زندانونو کې دي.

ښاغلي غني د جرګې ګډونوالو همدا پریکړه هم ومنله او ژمنه یې وکړه چې دغسې زندانیان به هم د زمري ۲۸مې یا د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ کلیزې په ویاړ خوشې کړي.

د جرګې په پریکړه لیک کې ټینګار شوی چې خوشې شوي طالبان باید بیا د جګړې ډګر ته ونه ګرځي.

سره له دې چې حکومت د دغو طالب زندانیانو په منځ کې د بهرنیو جنګیالیو شتون رد کړی، خو د جرګې د پریکړه لیک په دریمه ماده کې راغلي:

«که چیرې د بندیانو په منځ کې بهرني اتباع وي، د بهرني بندیانو له هېوادونو څخه د معتبرو ضمانتونو وروسته دې خپلو اړوندو هېوادونو ته وسپارل شي.»

د جرګې پریکړه لیک کې په اوربند ټینګار شوی او په سملاسي توګه د افغانانو د خپل منځي خبرو د پیل غوښتنه شوې ده.

Afghanistan Große Ratsversammlung in Kabul
جرګه په جدي توګه په هېواد کې د دوامداره او فوري اوربند د ټینګښت غوښتونکې دهانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د بیړني اوربند غوښتنه

د پریکړه لیک په ۵مه ماده کې د اوربند په اړه راغلي:

«جرګه په جدي توګه په هېواد کې د دوامداره او فوري اوربند د ټینګښت غوښتونکې ده او نړېوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو څخه غواړي چې د افغانستان له خلکو سره پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.»

د جرګې پریکړه لیک کې د ولسواکۍ په ساتنه، اساسي قانون د یوې ملي وثیقې په توګه د منلو، د ښځو حقونو خونديتوب او د تیرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو په ساتنه ټینګار شوی.

د سولې بین الافغانې خبرې به کله پيل شي؟

مشورتي لویې جرګې ته پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وینا وکړه او د جرګې له پریکړو یې هرکلی وکړ. ښاغلي کرزي د سولې بین الافغاني خبرو د پيل په اړه وویل:

«د مالوماتو له مخې، د ۴۰۰ طالب زندانیانو خوشې کېدو وروسته چې تاسو تائید کړي او ولسمشر یې تصویبوي، دوه یا دریو ورځو کې به پلاوی ولاړ شي او مذاکرات پيلوي.»

د جرګې په پریکړه لیک کې په دواړو غاړو غږ شوی چې د سولې بهیر په جریان کې تاوتریخوالی ودروي او خپلو اختلافاتو ته د خبرو له لارې حل ومومي.

د جرګې ګډونوالو د پریکړه لیک په ترڅ کې دواړو ښکېلو غاړو ته خبرداری ورکړی چې، افغان ملت به د هغه لوري پروړاندې غوڅه پریکړه وکړي، چې د تاوتریخوالي په دوام ټینګار کوي.

اسماعیل شاکر – کابل

دلته پر همدې موضوع يو انځوريز البوم هم کتلای شئ: