1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استراليا ترمپ ته: زموږ د عسکرو قاتل طالب دي نه آزادیږي

۱۳۹۹ مرداد ۲۰, دوشنبه

د استراليا لومړي وزير سکاټ موريسن، له ترمپ څخه په افغانستان کې د درو استراليايي عسکرو د قاتل طالب د خوشي کولو د ممانعت غوښتنه کړې. د لوېې مشورتې جرګې د پريکړې پر اساس ممکن افغان حکومت پاتې ۴۰۰ طالب بنديان آزاد کړي.

https://p.dw.com/p/3giBU
Australien Premierminister Scott Morrison
د استراليا لومړی وزير سکات موریسنانځور: picture-alliance/dpa/M. Tsikas

له سيدني څخه د آلمان خبري آژانس ليکي چې د افغانستان د پوځ دغه پخوانی عسکر حکمت الله نوميږي. په پام کې ده نوموړی د بنديانو د تبادلې په بهير کې چې د افغانستان د سولې مذاکراتو يوه برخه ده، له بنده آزاد شي.

د استراليا ملي تلويزيون ABC د دوشنبې په ورځ (د اګست ۱۰مه) وويل چې حکمت الله په ۲۰۱۲م کال د استراليايي ځواکونو په يوه کمپ کې درې غير وسله وال استراليايي عسکر په ډزو ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل. دغه تلويزيون زياته کړې ده چې حکمت الله تر هغې پيښې وروسته ۷ کاله په بند کې تير کړي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د يکشنبې په ورځ (د اګست ۹مه) د مشورتي لويې جرګې په پای کې وويل چې هغه به د پاتې ۴۰۰ طالب بنديانو د آزادولو حکم لاسليک کړي. دا هغه بنديان دي چې د درنو جرمونو مرتکب پيژندل شوي او حکومت يې د آزادولو له پاره مشورتي لويه جرګه رابللې وه.

تمه ده چې د دغو بندیانو تر آزادولو وروسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ مذاکرات پيل شي.

Afghanistan | Große Ratsversammlung in Kabul
افغان ولسمشر غني، د يکشنبې په ورځ (د اګست ۹مه) وويل چې د پاتې ۴۰۰ طالب بنديانو د آزادولو حکم به لاسليک کړيانځور: AFP/Press Office of President of Afghanistan

د استراليا لومړي وزير، سکات موريسن په پلازميه کنبيرا کې خبريالانو ته وويل چې هغه له ترمپ څخه غوښتنه کړې چې د استراليايي سرتيرو قاتل، حکمت الله دې د هر ډول آزادیدونکو بنديانو له ډلې څخه محروم کړل شي.

موريسن زياته کړه: «حکمت الله زموږ د درو سرتيرو قاتل دی، او زموږ دريځ دا دی چې هغه بايد هيڅکله له بنده آزاد نه شي.»

د استراليا لومړي وزير دغه راز وويل: «موږ باور نه لرو چې د هغه آزادول دې په سيمه کې د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې يوې فرانسوۍ کورنۍ چې لور يې په افغانستان کې طالبانو وژلې وه، هم د طالب بنديانو له آزادولو سره مخالفت ښودلی وو.

دغې کورنۍ د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول چې لور يې د افغانستان په غزني ولايت کې د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرو په چارو کې کار کاوه او طالبانو هغه په ۲۰۰۳م کال کې وژلې وه. دوي ويلي دي چې د لور دوه قاتلان يې اوس بنديان دي چې ښايي له بنده آزاد شي.

آژانسونه/ م.ک.ص./ ن.ز.

د طالب بنديانو پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: