1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني د افغانستان له خلکو بخښنه غوښتې

۱۴۰۰ شهریور ۱۷, چهارشنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف د افغانستان له خلکو له دې کبله بخښنه غوښتې چې و نه توانید چارې په بل ډول پای ته ورسوي. کله چې طالبان کابل ته ننوتل نو غني له هیواده ووت.

https://p.dw.com/p/405Cy
Afghanistan  Ashraf Ghani Präsident
انځور: Reuters/M. Ismail

اشرف غني، د چهارشنبې په ورځ په تویتر کې په یوې خپرې شوې اعلامیه کې خپلې پخوانۍ څرګندونې تکرار کړي دي چې د ارګ د امنیتي پرسونل په ټینګار کې یې هیواد پریښود، څو کوڅه په کوڅه د خونړیو جنګونو مخه یې نیولي وي.

پخواني ولسمشر د خواشینۍ په څرګندولو سره لیکلي دي چې دوره یې د پخواني اسلافو د تراژدۍ سره په مشابه ډول د ثبات او آبادۍ د ټینګښت پرته ختمه شوه: «زه د افغانستان له خلکو بخښنه غواړم چې و مې نه شو کړای دا په بل ډول پای ته ورسوم. د افغانستان د خلکو پر وړاندې زما تعهد هیڅکله متزلزله شوی نه دی او باقي پاتې ټول عمر کې به راته لارښود وي.»

غني له افغانستانه د خپل وتلو په هکله ویلي: «د کابل ترک کول زما له پاره سخته پریکړه وه، خو باور مې درلود چې دا د توپکونو د خاموشه ساتلو او د کابل او د هغې د شپږ میلیونه وګړو د ژغورنۍ یوازینۍ لاره ده.»

له کابل څخه د غني وتل په پلازمېنه کې د هرج او مرج سبب شول او په زرونو کسان له خپل هیواد څخه د وتلو له پاره، څو ورځې د کابل هوایي ډګر ته د ننوتلو په هڅه کې وو. د اشرف غني د حکومت د سقوط په تعقیب د کابل له هوایي ډګر څخه د الوتکو په واسطه د سترې تخیلې چارې پېل شوې.

پر پخواني ولسمشر باندې ځینې څیړونکي او افغانان دا انتقاد کوي چې که چیرې یې موقتې ادارې ته واک سپارل شوی وای، ښایي وضعیت دې حالت ته نه وای رارسیدلی.

پخواني ولسمشر دا هم ویلي دي چې هغه پېښې چې د دې سبب شوې چې کابل پریږدي، په نزدې راتلونکې کې به یې په هکله بشپړ جزئیات وړاندې کړي. اشرف غني هغه تورونه هم بې «اساسه» بللي چې له ځانه سره یې په میلیونونو ډالر وړي دي: «دا تورونه بشپړ او قطعا غلط دي.» هغه ویلي دي چې د ملګرو ملتونو یا د یوه بل مناسب بنسټ تر مستقیم نظارت لاندې په دې هکله د څیړنو هرکلی کوي.