1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان په افغانستان کې د اروبند د ټينګښټ ملاتړ کړی

۱۳۹۹ مهر ۵, شنبه

د افغانستان د جمهوري ریاست ماڼۍ ویلي دي چې ولسمشر محمد اشراف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د سولې او اوربند پر موضوعاتو تلیفوني خبرې کړي دي. تمه کیږي چې عمران خان به ډیر ژر د ولسمشر غني په بلنه کابل ته لاړ شي.

https://p.dw.com/p/3j2MY
Bildkombo Aschraf Ghani und Imran Khan
انځور: Imago Images/Xinhua/D. Balibouse//A. Kamal

د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې مذاکراتو سره هم مهاله د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د تليفوني خبرو اترو په ترڅ کې د دواړو هیوادونو د اړیکو، د سولې بهیر او په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت پر موضوعاتو خبرې کړي دي.

د ارګ له خوا په یوه خبرپاڼه کې چې د جمعې ورځې تر غرمې وروسته خپره شوې ده، راغلي دي چې په دې تلیفوني خبرو اترو کې ولسمشر غني په دغه هیواد کې پر اوربند ټينګار کړی دی او د پاکستان لومړي وزیر ته یې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې ده.

افغان حکومت او متحدین یې په دې باور دي چې پاکستان د هغه نفوذ څخه په استفادې چې پر طالبانو یې لري، کولی شي په افغانستان کې د سولې د تامين له پاره نقش ولوبوي.

همدارنګه د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د بین الافغاني خبرو اترو د پرانیستې تر غونډې وروسته له پاکستاني چارواکو سره د لیدنې په موخه اسلام آباد ته تللی وو او د سولې د خبرو اترو د پرمختګ په برخه کې د پاکستان د هڅو او رول ستاینه کړې وه.

د دوو اونیو راهیسې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې اترې روانې دي. په دغو بین الافغاني خبرو کې د اوربند مسئله د افغان حکومت له مهمو غوښتنو څخه ده.

په عین وخت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د تازه رپوټ په اساس د سولې د مذاکراتو په جریان کې په افغانستان کې تاوتریخوالي شدت موندلی دی. د دغه کمیسون د رپوټ پر بنسټ په دې منځ کې په بیلا بیلو امنیتي پيښو کې ۶۴ ملکیان وژل شوي دي.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ن.ص