1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

آیا امریکا افغان جګړه کې ښکیله پاتې کیږي؟

۱۴۰۰ تیر ۶, یکشنبه

یوشمېر امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د هیواد په شمالي ولایتونو بغلان او کندز کې پر طالبانو امریکایي بې پېلوټه الوتکو برېدونه کړي. طالبانو وار دمخه دغو بریدونو ته غبرګون ښوولی او د عکس العمل خبره یې کړې ده.

https://p.dw.com/p/3vdWW
Afghanistan US Drohne
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

امریکا متحده ایالاتو ته د ولسمشر غني د سفر سره همهاله رپوټونه وايي، چې امریکايي بې پیلوټه الوتکو په کندز او بغلان ولایتونو کې پر طالبانو هوايي برېدونه کړي.

د فاکس نیوز د رپوټ پر بنسټ، دغه برېدونه د جمعې پر ورځ د غني او بایډن تر لېدنې لږ وړاندې شوي. په برېدونو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره مالومات لا نه دي خپاره شوي.

د افغانستان د هوايي ځواکونو پخواني قوماندان جنرال قهرمان عبدالوهاب وردګ دویچه ویله ته وویل چې د ولسمشر غني او بایډن په کتنه کې دا وضاحت شته، چې امریکا به له افغانستان سره د بشري او اقتصادي همکاریو سربیره پوځي همکاریو ته هم دوام ورکوي. وردګ وویل: «داسې مالومیږي چې امریکا د افغانستان هوايي ځواک سره مرسته کوي، هم په اکمال او هم په تجهیز کې او هم په حمایه کې.»

خو دغه پخواني جګپوړي افغان پوځي چارواکي زیاته کړه چې امریکا او پاکستان باید د جګړه ییزو خوځښتونو پرځای د سولې پر مسله تمرکز وکړي. ښاغلی وردګ وايي، د جګړې پر سرچینو د پانګونې دوام به افغانستان کې دا جګړه لانوره پسې اوږده کړي.

هاخوا یوه بل پوځي شنونکي جنرال عتیق الله امرخیل دویچه ویله ته وویل چې امریکا وار له مخه خبرداری ورکړی، چې طالبان به پر سترو ښارونو ولکې ټېنګولو ته پرېنږدي. امرخیل وویل: «بغلان او کندز ولایتونه په دې وروستیو کې د طالبانو تر سختو برېدونو لاندې دي او خطر ؤ چې د کندز او بغلان مرکزونه سقوط شي.»

Infografik US-Drohnen-Angriffe in Afghanistan PS

امرخیل زیاتوي چې امریکایانو له افغانستانه خپل وتل مشروط کړي، خو په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي ډېرېدو امریکایانو ته دا پلمه په لاس ورکړې، چې بیا هم افغان جګړه کې پوځي مداخله وکړي. ښاغلي امرخیل پر طالبانو د امریکایانو بریدونو ته په اشارې وویل: «طالبانو ته دا پيغام هم لري چې که تاوتریخوالی ډیروی، نو د افغان ځواکونو هوايی ملاتړ به کوي.»

ښاغلي امرخیل افغانستان پولو ته څېرمه د امریکايي آډو جوړېدو ته په اشارې سره وویل، چې امریکا په سیمه کې په پوځي لحاظ پاتې کیږي، ځکه یې له پاکستان، ترکمنستان او نورو هېوادونو د پوځي آډو غوښتنه کړې. دې سره هم مهاله طالبانو تازه اعلان کړی چې بیلابیلو ولایتونو کې یې ۵ نورې ولسوالۍ نېولي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه، په بیلابیلو ټویټونو کې د دغو ولسوالیو د نېولو تفصیلات خپاره کړي دي. مجاهد ادعا کړې چې د هلمند ګرشک، د میدان وردګ سید آباد او چک، د بلخ شورتیپه، د تخار روستاق ولسوالۍ یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت څه وايي؟

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو هوایي برېدونو په اړه مو د ملي دفاع وزارت غبرګون وپوښت، خو دغه وزارت نه پوهیږي، چې دا برېدونه چېرته شوي. طالبانو بیا غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې دغسې برېدونه به یې په ځواب ورکولو ته اړ کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې په دې اړه راغلي: «موږ د هېواد په ځینو ولاياتو کې د امريکايي اشغالګرو لخوا بمبارونه په کلکو ټکو غندو، داسې کړنې پارونکې دي او عکس العمل ته زمينه مساعدوي.»

MQ-9 Reaper Drohne Drohnenkrieg Ziel Drohnenangriff Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP/Air Force/L. Pratt

اعلامیې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله زیاته کړې چې امریکا باید افغان جګړه کې نوره ښکېله پاتې نه شي.

یوه کابل میشتي پخواني طالب مشر مولوي سیداکبر اغا دویچه ویله ته وویل، افغانستان کې هوايي برېدونه د دې اوږدې کشالې د حل لاره نه ده.

د نوموړي پر وینا د جګړې عامل یوازې طالبان نه دي، بلکې حکومت هم جګړه کوي او په دې جګړه کې د امریکايي ځواکونو ښکېلتیا چې وروستی ډرون برید یې یوه بیلګه ده. د مولوي سید اکبر آغا په خبره «د مسلي حل په دې کې ده چې یو مصلح حکومت رامنځته شي او دلته داسې یو نظام رامنځته شي چې د خلکو له ارادې سره سم وي.»

دغه پخوانی طالب چارواکی د امریکایانو هغه اعلان هم د جګړې د اوږدېدو عامل بولي چې د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته به هم شاوخوا ۶۵۰ امریکايي سرتیري افغانستان کې پاتې وي.

امریکايي چارواکو ویلي، چې دغه شمېر سرتیري د سفارتونو او ډيپلوماټانو د خوندېتوب په موخه په افغانستان کې پریږدي.

اسماعیل شاکر – کابل