د افغانستان او ایران پر پوله د م.م. کار په جزوي توګه بيا پېل
۱۴۰۴ آذر ۲۰, پنجشنبه
د ملګرو ملتونو يوه لوړپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۱۰مه) وویل چې دغه بنسټ یو ځل بیا د افغانستان او ایران په پوله کې خپل فعالیتونه پیل کړي دي. دا هغه فعالیتونه دي چې د طالبانو د ادارې له خوا د افغان ښځینه کارکوونکو د بندیز له امله په وروستیو کې درول شوي وو.
طالب چارواکو د اکتوبر په وروستیو کې په اسلام قلعه کې د مهاجرینو د منلو مرکز کې «نږدې ټولې» افغان مېرمنې له کاره منع کړې وې. دا هغه اصلي پوله ده چې له ایران څخه شړل شوي افغانان ورڅخه اوړي.
د ملګرو ملتونو په وینا، سږکال له ۱،۲ میلیونو ډېر افغانان د ایران له لوري اسلام قلعه ته اوښتي دي چې له دې ډلې څخه له ۶۰ سلنه ډېرې ښځې او ماشومان دي.
«نور فعالیتونه لا هم لنډمهاله متوقف»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ټام فلیچر د چهارشنبې په ورځ امنیت شورا ته وویل: «موږ د یو محدود شمېر ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کار د بیا پیلولو اجازه ترلاسه کړې او ځینې محدودې د ژوند ژغورنې روغتیايي خدمات بېرته فعال شوي، خو نور فعالیتونه لا هم لنډمهاله متوقف دي.»
په افغانستان کې د طالبانو څلور کاله واکمني او د خلکو کړاو
نوموړي له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو لپاره د افغان ښځو د کار پر وړاندې بندیزونه لیرې کړي.
په ۲۰۲۲ کال کې طالبانو د غیر دولتي بنسټونو له خوا د افغان ښځو په ګمارلو بندیز ولګاوه او دا بندیز یې په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو ادارو ته هم وغځاوه. په سپتمبر کې افغان چارواکو د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې د دې ادارې دفترونو ته له ننوتلو منع کړې.
که څه هم ښځې لا هم په ځینو برخو کې او یا له لرې ځایه کار کولای شي، خو د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکو ته په وروستیو کې یواځې د کور څخه د کار کولو اجازه ورکړل شوې ده.
د ستر کمښت ناوړه اغېزې
فليچر وويل: «په کاري چاپېریال کې د ښځو نشتوالی بیا د دې یوه دردناکه یادونه ده چې افغان ښځې له نه منل کېدونکو محدودیتونو سره مخامخ دي.»
هغه په نړۍ کې د بشردوستانه مرستو د ستر کمښت ناوړه اغېزې هم یادې کړې او ویې ویل چې دا حالت پر افغانستان ژور اغېز لري. فليچر زياته کړه:«د بوديجې کمښت د خدماتو د تړل کېدو لامل شوی او میلیونونو کسانو ته مرستې محدودې شوې دي. په پای کې دا د انسانانو د ژوند د له لاسه تلو معنا لري.»
د څو کلونو وروسته سږ کال ژمی به په افغانستان کې تقریبا هیڅ نړیواله اداره د خوړو مرستې و نه ویشي. دا ځکه چې له ۳۰۰ څخه ډېر د تغذيې د ملاتړ مرکزونه تړل شوي دي.
د م.م. چارواکي فليچر خبرداری ورکړ: «له ۳،۷ میلیونو ماشومانو سره چې د تغذيې مرستو ته اړتیا لري او له ۱و۷ میلیونو سره چې د نه درملنې په صورت کې د مرګ له ګواښ سره مخ دي، [ورته د مرستو بندېدلو] پایلې به ویجاړونکي وي.»