ټرمپ ايران ته بيا ګواښ وکړ
۱۴۰۴ دی ۱۵, دوشنبه
د اقتصادي ستونزو له امله د ايران په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونه او مرګوني نښتې شوې دي. د بشري حقونو ډلو او ځايي رسنيو ويلي چې د لاريونوالو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې د اونۍ په پای کې هغه مهال زياتې شوې چې د ژوند د لګښتونو پر ضد لاريونونه دوهمې اونۍ ته داخل شول.
د رسمي راپورونو پر بنسټ د فرانس پرس خبري آژانس د شمېرنې له مخې، لږ تر لږه ۱۲ کسان چې پکې امنيتي ځواکونه هم شامل دي، د لاريونونو له پيل راهيسې وژل شوي دي. دغه لاريونونه د دسمبر په ۲۸مه په تهران کې د دوکاندارانو له اعتصاب سره پيل شول.
دا هم ولولئ: خامنه ای د «بلواګرو» د ځپلو غوښتنه وکړه
په امريکا کې مېشت د بشري حقونو فعالانو د خبرونو ادارې ويلي چې د حکومت ضد لاريونونه د شپې له خوا په تهران، شيراز او لوېديځو سيمو کې ثبت شوي دي. دغې ادارې د دوشنبې په سهار (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۵مه) ويلي چې لاريونونه د ايران د ۳۱ ولايتونو له ډلې په ۲۶ ولايتونو کې د ۲۲۰ څخه زياتو سيمو ته خپاره شوي او له ۹۹۰ څخه زيات کسان نيول شوي دي. د ايران دولتي رسنيو د دغو لاريونونو په اړه ډېر لږ معلومات خپاره کړي دي.
د آيت الله علي خامنه يي لپاره نوې ننګونه
دغه ناارامي د ۲۰۲۲ کال راهيسې د ايران تر ټولو جدي لاريونونه بلل کېږي، هغه مهال چې د پوليسو په توقيف کې د ۲۲ کلنې جينا مهسا اميني مړينې د هېواد په کچه لاريونونه راوپارول. که څه هم اوسني لاريونونه د پخوا په پرتله کوچني دي، خو د ۸۶ کلن ستر مشر آيت الله علي خامنه يي لپاره نوې ننګونه بلل کېږي. دا په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې په جون میاشت کې له اسرائيلو سره لنډې جګړې اټومي تاسيساتو ته زيان ورساوه.
دا هم ولولئ: ترمپ: که ايران لاريون کوونکي ووژني، امريکا به اقدام وکړي
په ناروې کې مېشتو د بشري حقونو ډلو، هنګاو او ايران هيومن رايټس، ويلي چې د شنبې په ورځ په مالکشاهي ولسوالۍ کې څلور کرد لاريونوال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي. ايراني رسنيو راپور ورکړی چې يو امنيتي مامور د «بلواګرو» له خوا وژل شوی دی.
په همدې حال کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يکشنبې په ورځ ايران ته ګواښ وکړ. د امريکا ولسمشر وويل چې که نور لاريونوال مړه شي، د تهران رژيم به د امريکا له خوا «ډېر سخت ووهل شي».
«هغوی به د امريکا له خوا ډېر سخت ووهل شي»
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبريالانو ته د اير فورس ون الوتکې کې وويل: «موږ دا حالت له نږدې څارو. که هغوی د تېر په څېر د خلکو وژنه پيل کړي، زه فکر کوم چې هغوی به د امريکا له خوا ډېر سخت ووهل شي.» هغه په خپلو خبرو کې په دې تړاو نور جزئيات ورنه کړل.
دا څرګندونې وروسته له هغې دي چې ټرمپ تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و، که ايران «سولهييز لاريونوال په زور ووژني»، امريکا به لاسوهنه وکړي.
په ايران کې لاريونونه وروسته له هغه پيل شول چې د ملګرو ملتونو د بنديزونو له امله د ايران د پيسو ارزښت په چټکۍ سره راولوېد. دا مهال يو امريکايي ډالر شاوخوا ۱،۴ ميليونه ريال ارزښت لري. د غوښې او وريجو په څېر د لومړنيو توکو بيې په څرګند ډول لوړې شوې دي، ځکه ايران له شاوخوا ۴۰ سلنه انفلاسيون سره مخ دی.
دغه لاريونونه په پيل کې په تهران کې د سوداګرو له خوا رهبري کېدل، خو وروسته د پراخو بدلونونو غوښتنو ته واوښتل او په ټول هېواد کې خپاره شول. د اقتصادي فشار د کمولو لپاره حکومت اعلان وکړ چې د څلورو مياشتو لپاره به هره مياشت شاوخوا د اوو امريکايي ډالرو په ارزښت لنډمهاله مرسته ورکوي.