1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجاهد: »طالبان غواړي لا زياتې ديپلوماتيکي نمايندګۍ خپلې کړي«

۱۴۰۲ فروردین ۶, یکشنبه

د طالبانو حکومت هڅه کوي چې په خارج کې د لا زياتو افغان سفارتونو واګي ترلاسه کړي. دغه خبره د طالبانو يوه وياند د شنبې په ورځ کړې ده. طالبان پر ښځو د بنديزونو له کبله په نړيواله کچه منزوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4PGEG
ذبيح الله مجاهد او بلال کريمي
ذبيح الله مجاهد او بلال کريميانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

طالبانو په پيل کې يعنې وروسته له دې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې بیا ځلې قدرت ته ورسېدل، د نرم او منځلاري سياست ژمنه کړې وه. خو بيا يې بنديزونه ولګول او له سياست علاوه يې د ژوند په نورو برخو کې هم بنسټيزې آزادۍ له منځه يوړې.«افغان سفیران او ديپلوماتانو د طالبانو له فشارونو سره مخ دي»

ملګرو ملتونو او بېلابېلو حکومتونو په کلکه د ښځو پر زدکړو او کار باندې وضع شوي بنديزونه غندلي دي او نړيواله ټولنه د طالبانو په رسميت پېژندلو کې احتياط کوي. سره له دې هم ځينې هېوادونه په افغانستان کې ديپلوماتيک فعاليت لري لکه پاکستان، ترکيه، قطر او د افغانستان بل ګاونډی هیواد چین. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد اوس په يوه ويډيو کې ويلي چې »اسلامي امارت لږ تر لږه ۱۴ هېوادونو ته ديپلوماتان استولي دي او داسې هڅه کيږي چې د نورو ديپلوماتيکو نمايندګيو واک هم په خارج کې ترلاسه شي.« د هغه په خبره »د پخواني حکومت ديپلوماتان د بهرنيو چارو وزارت سره په همغږۍ خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.« آیا هند هم په افغانستان کې خپل سفارت بيرته پرانیزي؟

د طالبانو ادارې د مجاهد په خبره خپل ديپلوماتان ايران، ترکيې، پاکستان، روسيې، چين، قزاقستان او نورو عربي او افريقايي هېوادونو ته لېږلي دي. خو نوموړي نور جزئيات ورنه کړل. په فبرورۍ مياشت کې چارواکو په تهران کې د افغانستان د سفارت واګي د طالبانو حکومت ته وسپارل. پخوا په کې د متحده آيالاتو په ملاتړ د افغان حکومت کارکوونکي اوسېدل او فعالیت یې درلود. د طالبانو د حکومت مرستيال وياند، بلال کريمي، ونه شو کولی چې سمدلاسه په خارج کې د افغان ديپلوماتيکو نمايندګيو د فعاليت په هکله دقيقې شمېرې ورکړي او دا يې هم ونه ويل چې ادارې يې د ۲۰۲۱ کال د اګست مياشتې راهيسې د څومره نمايندګيو واګي خپل کړي دي.«سفارتونه باید مستحقو پناغوښتونکو ته ویزې ورکړي»

نوموړي وويل چې »په بهر کې ډېر سفارتونه دي. اسلامي امارت غواړي چې له ټولو هېوادونو سره ديپلوماتيکې اړيکې ولري او له ښو تعاملاتو سره مخ ته ولاړ شي.« هغه زياته کړه چې »زموږ هيله دا ده چې په ټولو هېوادونو کې به دغه سفارتونه هغه مهال پرانيستل شي چې کله له اسلامي امارت سره رسمي اړيکې پيل شي.«

په جنورۍ مياشت کې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړپوړې ښځې، امنې محمد، وويل چې طالبان نړيوال رسميت او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ غواړي چې دامهال د اشرف غني په مشرۍ د پخواني حکومت په اختيار کې ده. هغې وروسته له دې چې په کابل او کندهار کې يې د طالبانو له وزيرانو سره ليدلي ول څو پر ښځو او نجونو لګېدلي بنديزونه لېرې شي، وويل چې »په رسميت پېژندنه داسې د نفوذ اچولو امکان دی چې لرو يې او بايد ويې ساتو.«

طالبانو ښځې له منځنيو ښوونځيو، ليسو او پوهتونونو منع کړي او د کار له ډېرو ساحو يې هم ښځې راګرځولې دي لکه غير دولتي ټولنې يا اينجيوګانې کې د افغان ښځو پر کار محدودیتونه وضع شوي دي.

نوی کال؛ آیا د طالبانو د حکومت په دریځ کې به بدلون راشي؟

ښځو ته امر شوی چې په عامه ځايونو کې له سر تر پښو پورې ځانونه پټ کړي او له پارکونو او سپورټي کلبونو منع شوې دي. تېره اوونۍ د افغانستان نوی تعليمي کال پيل شو او ښوونځي بې د ځوانو نجونو له حضور څخه پرانيستل شول. نجونې اوس د شاوخوا ۱۸ مياشتو راهيسې له منځنيو او لوړو زدکړو بې برخې دي. پوهنتونونه هم تر ژمنيو رخصتيو وروسته د مارچ مياشتې په پيل کې بې د ښځينه محصلانو له حضور څخه بېرته پرانيستل شول او د اينجيوګانو یا غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار بنديز هم لا عملي دي.

خو ځينو نادولتي ټولنو په دې ترڅ کې خپل فعاليتونه قسماً بېرته پيل کړي دي. يان ايګلند چې د ناروې د کډوالو د شورا سرمنشي دی، د جمعې په ورځ وويل چې له درې مياشتو زيات وخت تېر شوی له کله راهيسې چې »د نه زغملو وړ بنديز« په افغانستان کې پر ښځينه کارکوونکو باندې وضع شوی دی. د هغه په خبره »موږ په سیمه يز ډول لږ پرمختګ کړی، او ښځو ته د کار اجازه بېرته ورکړل شوې، خو بيا هم به ملي کچه جواز ته سترګې په لار يو.«

اي پي/ن.ص./خ.ح.