1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا هند هم په افغانستان کې خپل سفارت بيرته پرانیزي؟

۱۴۰۰ آذر ۱۰, چهارشنبه

ډیر هیوادونه چې په اګست میاشت کې یي په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته خپل سفارتونه بند کړي وو، هیله لري بیرته کابل ته ستانه شي. هند هم په افغانستان کې د خپل سفارت پر پرانیستلو غور کوي.

https://p.dw.com/p/43h20
Eröffnung von Salma Wasserkraftwerk Afghanistan Besuch Narendra Modi
انځور: Getty Images/A.Karimi

پر افغانستان د طالبانو کنترول او نوو تحولاتو په پام کې نیولو سره متحده عربي امارات، آلمان، جاپان او د اروپايي اتحادیي ترڅنګ یو شمیر هیوادونه په کابل کې د خپلو سفارتونو د بیرته پرانیستلو پر امکاناتو غور کوي. په همدې منځ کې د هند پخواني مرستیال ولسمشر حامد انصاري چې په افغانستان کې د دغه هیواد سفیر هم پاتې شوی دی، په کابل کې د هند سفارت بندول یوه تیروتنه بللې ده.

په هندي رسنیو کې خپرو شوو خبرونو په حواله د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي دي چې ګواکې د طالبانو په رسمیت پيژندل «اوس لا لیري خبره» ده او په دې اړه هیڅ بحث نه دی شوی، خو هر هیواد له افغانستان سره په ارتباط کې دی، څو د افغانانو د ضرورتونو په پام کې نیولو سره دغه پریکړه وکړي.

د دغه هندي چارواکي په حواله له افغانستان سره د مرسته شویو توکو د لیږ په برخه کې ستونزو ته په کتلو سره نوی ډهلي په کابل کې د خپل موجودیت په اړه غور کوي.

پاکستان هند ته له افغانستان سره د مرستې له پاره لار ورکوي

د پاکستان لومړي وزیر عمران د هند مرسته کړي توکو ته د اجازې ورکولو له پاره یو شرط ایښې وو چې دغه توکو به د پاکستان په خاوره کې د پاکستاني لاریو په وسیله انتقالیږي او هند باید د دغو لاریو کرایه هم ورکړي.

د سفارت پرانيستل د طالبانو په رسمیت پيژندلو په معنا نه دي

د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله: «په افغانستان کې د موجودیت مطلب هیڅ کله دا نه دی چې مونږ طالبان په رسمیت پيژنو. دا په دې معنی چې د نوي حکومت سره د معاملاتو له پاره به یو شمیر کسان هلته وي چې له ولس سره به هم اړیکه ټینګوي.»

هغه زیاته کړه چې د مودي حکومت د سفارت بیا پرانیستلو په هکله ډاډه نه دی، خو پر دې خبرې کیږي چې نوې ستراتیژي باید څه وي.

پر متبادلو لارو چارو غور کیږي

د اګست په ۱۵ پر کابل د طالبانو له کنترول څخه دوه ورځې وروسته هند په کابل کې خپل سفارت تخلیه کړ. د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په حواله دغه سفارت تړلی دی، خو ودانۍ ته یې هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی. دغه سفارت د کابل په زرغون سیمه کې موقعیت لري او طالبان د دې سیمې ساتنه کوي.

په هرات، مزارشریف، جلال آباد او کندهار کې هم د هند قونسلګیرۍ په بشپړ ډول بندې دي. دغه قونسلګرۍ په کابل کې د هند سفارت له تخلیه کیدو مخکې لا تړل شوې وې.

د هندي چارواکو په حواله په افغانستان کې هندي کارمندانو د بیرته ګمارنې په ارتباط متبادلې لارې هم موجودې دي. نوی ډهلي کولی شي چې د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر په احاطه کې یو ټیم وګماري، سیمه ایز افغان کارمندان استخدام کړي او یا هم د دیپلوماتانو او امنیتي کارمندانو یوه کوچنۍ ډله په سفارت کې وګماري.

بل لور ته په افغانستان کې د هند یوه بل پخواني سفیر امر سنها، په تیرو وختونو کې د هند پر ماموریتونو د ترسره شوو بریدو په پام کې نیولو سره یو وار بیا په کابل کې د دغه هیواد د سفارت پرانیستلو په برخه کې له احتیاط څخه د کار اخیستنې مشوره ورکړې ده.

 ش.ن/ ب.ص (جاوید اختر، نوی ډهلی)