1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان سفیران او ديپلوماتانو د طالبانو له فشارونو سره مخ دي»

۱۴۰۰ اسفند ۲۳, دوشنبه

د افغانستان د سفارتونو ديپلوماتان چې د طالبانو رژیم نه مني او غواړي په خپلو دندو کې پاتې وي د طالبانو د مخ پر زیاتیدونکي فشارونو سره مخ دي. طالبان غواړي دغه ديپلوماتان قانع او پر ځای يې دوی ته وفادار کسان ځای پر ځای شي.

https://p.dw.com/p/48R6c
Russland Botschaft von Afghanistan in Moskau
انځور: Mikhail Metzel/TASS/dpa/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د نړۍ په سطح د شاوخوا ۶۰ افغان سفیرانو، قونسلانو او یا هم ديپلوماتيک ماموریتونو چې د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان پخواني حکومت له خوا په دندو ګمارل شوي، هيڅ يو ېې دې ته نه دي تیار شوي چې له طالبانو سره چې د تيرکال په اګست کې واک ته رسيدلي کار وکړي.

د طالبانو سرپرست حکومت چې ۷ میاشتې ېې پوره کیدونکي دي، تر اوسه د نړۍ هيڅ هیواد په رسمیت نه دی پيژندلی.

نړيواله ټولنه سربیره پر دې چې له بشري او اقتصادي بحران سره مخ افغانستان سره خپلې مرستې کوي، خو لا هم پر دې فکر کوي چې له طالبانو سره په څه شکل تعامل وکړي.

په ناروې کې د افغانستان سفير، یوسف غفورزی وايي: «موږ په یو ډير مایوس کوونکي وضعیت کې قرار لرو، خو موږ باید لا هم په دغو سختو شرایطو کې خپل کار ته ادامه ورکوو.»

هغه زیاته کړه: «سفارتخانې اوس هم د هر ډول بشردوستانه ملاتړ په ترلاسه کولو کې خپل مهم رول لوبولی شي. همدارنګه د باثباته وضعیت رامنځ ته کولو له پاره په سیاسي مسیر کې خبرو اترو کې هم (مرسته کولی) شي.»

افغاستان له مودو راهیسې تقریباً پر بهرنیو مرستو متکي هیواد ګرځيدلی، خو واک ته د طالبانو په رسیدلو سره د نړیوالې ټولنې مرستې پرې درول شوي او نغدي خدمات هم د امریکا متحده ایالاتو له لورې کنګل شوي دي.

Botschaft Berlin Afghanistan Grunewald
په برلین کې د افغانستان سفارتانځور: Imago/Stefan Zeitz

خو په ناروې کې افغان سفیر او د هغه همکاران، طالبانو سره ارتباط نه لري او د دغه سفارت کارکوونکو له میاشتو راهیسې خپلې تنخواوې نه دي ترلاسه کړي.

رپوټ همدارنګه زیاتوي چې په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ په متحده ایالاتو کې د افغانستان سفارت او قونسلګريانې وتړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «افغان سفارت او قونسلګريانې تر سخت مالي فشار لاندې دي. د هغوی بانکي حسابونه نور د هغوی له پاره د لاسرسي وړ نه دي.»

دغه چارواکي زیاته کړه چې سفارت او واشنګټن داسې یو جوړجاړی کړی چې «د دیپلوماتيکو فعالیتونو په درلو سره د رخصتیو وخت داسې تنظیم شوی چې د فعالیتونو د بیرته پیلدو تر وخت پورې په امریکا کې د سفارت جایدادونه او شتنمۍ محفوظې وي.»

د نړۍ په سطحه افغان سفیران په دراماتیکه توګه تر فشارونو لاندې دي چې له کبله يې دوی مجبور شوي خپل فعالیتونو کم، د برېښنا او غذا مصارف ېې ښکته او حتی کوچنيو ځایونو ته نقل مکان وکړي. دوی همدارنګه د عوایدو د ډيرولو له پاره خپل قونسلي خدماتو فیسونه لوړ کړي دي.

په نوي ډیلي کې افغان سفیر، فرید مومندزي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «سفارت له کابل څخه کوم مالي تمویل یا مرستې نه ترلاسه کوي.»

مومندزی زیاتوي: «د مالي احتیاجاتو د نه ملاتړ او د عایداتي منابعو د نه شتون له کبله، موږ نه یو توانیدلي چې د میاشتو له پاره د خپلو کارمندانو تنخواوې اجرا کړو. موږ مجبور يو چې پرسونل کم کړو او د ماموریت لګښتونه تر ټولو ټيټ حد ته راولو.»

له بلې خوا تر اوسه دا خبره هم روښانه نه ده چې افغان سفارتونو له خوا چې په اوس وخت کې ويزې، تصدیق پاڼې او نور اسناد توزيع یا ورکول کيږي، دا به تر څه وخت پورې په رسمیت پيژندل کيږي څه د طالبانو او یا هم د نړیوالې ټولنې له خوا.

په کابل کې چې اوس کوم نوي پاسپورتونه ويشل کيږي د طالبانو حکومت «د افغانستان اسلامي امارت» ته اشاره کوي، دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکی خبرداری ورکوي، هغه بهرني ژورنالیستان چې د دوبۍ له سفارت څخه په خپلواکه توګه صادر شوو ویزو باندې افغانستان ته رسيږي، ممکن په راتلونکې کې ېې ویزې د اعتبار وړ نه وي.

Afghanistan Kabul | Sirajuddin Haqqani, Innenminister der Taliban
طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې واک ته ورسيدل خو تر اوسه کوم هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پيژندلیانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

منبعې زیاته کړې چې په پيښور کې نوی جنرل قونسل د طالبانو لخوا معرفي شوی دی چې په میاشت کې صرف ۵۰ زره پاکستانۍ کلدارۍ چې معادل د ۲۸۰ امریکايي ډالره کیږي، ترلاسه کوي. پر وینا دا په داسې حال کې چې مخکينی جنرل قونسل په میاشت کې نژدې ۵۰۰۰ ډالر ترلاسه کولې.

پاکستان هغه هیواد دی چې له اوږدې مودې راهیسې طالبانو څخه په ملاتړ تورن دی او لومړنی هیواد دی چې دوی خپل استازی وراستولی دی.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي په بيجينګ کې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا ګومارل شوي سفیر استعفا کړې ده. د دغه خبري آژانس په راپور کي راغلي دي چې اوس یو ارشد دیپلومات چې طالبانو ته وفادار دی معرفي شوی دی او هغه اوس په غیررسمي توګه د سفارت مشري کوي.

طالبانو همدارنګه توانيدلي دي چې په ایران او ازبکستان کې هم خپل افراد تنظیم کړي. په ورته وخت کې روسې هم ويلي دي چې کولای شي «دوه یا درې» نوي ديپلوماتان ومني، خو هغوی به د موجوده سفیر ځای ناستي نه وي.

د فرانسې خبري آژانس له اسلام آباد څخه په خپل دغه رپوټ کې لیکي چې طالبانو د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړئ، خو دوی په کراتو ادعا کړې چې اوس د ټول افغانستان کنټرول په خپل لاس کې لري.

طالبانو تر اوسه هڅه کړې ده چې په دوحه کې خپل ویاند، سهیل شاهین، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان استازي په توګه وګماري، خو په دغه کار نه دي بریالي شوي. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په دې اړه رای اچونې موضوع تر یو نامعلوم وخت پورې تعویق ته اچولې ده.

په وروستيو کې د ايټالیا په روم کې د افغان سفیر او د یو ديپلومات تر منځ چې ویل شوي د طالبانو پلوی وو، شخړه رامنځ ته شوه چې سبب شوه پولیس مداخله وکړي. دغه ديپلومات پخواني سفیر ته ادعا کړې وه چې د طالبانو له خوا د هغه ځای ناستی معرفي شوی دی.

په روم کې افغان سفير، خالد ‌ذکریا وايي: «زموږ په ځینو ماموریتونو کې ویره، ګواښ او تاوتریخوالی موجود دی، البته زموږ د ځينو پخوانيو ناراضي کارمندانو له خوا چې د ايديالوژيکي له اړخه د طالبانو پلوي دي.»

هغه زیاته کړه: «د طالبانو ادارې هڅه وکړه چې زموږ سفارت قانع کړي چې هغه زموږ پر ځای کار وکړي، اما موږ ورته وويل نه.»

طالبانو تر اوسه له لوېديځ سره د خبرو اترو په موخه اوسلو او ژنيو ته هم له کابله خپل استازي استولي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزیر، امیرخان متقي د تیرې اوونۍ په پای کې د ترکېې په انتالیا کې وويل چې په افغانستان کې اوسني اسلامي حکومت د رسميت پيژندلو ټول شرایط پوره کړي دي او باید په رسمیت وپيژندل شي.

امیرخان متقي د انقرې په بلنه د «انتالیا ديپلوماسۍ فورم» غونډې ته د ګډون له پاره غوښتل شوی وو.

د متقي تر دغو څرګندونو یوه ورځ وروسته د ترکيې د بهرنيو چارو وزير، مولود چاووش اوغلو وويل چې دغه فورم ته د افغانستان بلنه د طالبانو د رسميت پیژندلو په معنی نه ده، خو ټینګار يې وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د سرپرست حکومت غږ واوري.

نوټ: په بخښني سره چي په دغه راپور کي د بلجيم د سفير د استعفا خبره سوې وه، د دويچه ويله له لوري بيرته اصلاح شوه. استعفا په بيجينګ کي د افغانستان سفير کړې وه، نه د بلجيم.

 

 (AFP) mks/nz