پاکستان: په ترهګریزو پيښو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی
۱۴۰۴ آذر ۱۳, پنجشنبه
د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د رپوټ له مخې د ۲۰۲۵م کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې په پاکستان کې لږ تر لږه ۳۱۸۷ کسان وژل شوي ۱۹۸۱ نور ټپیان شوي چې په دوی کې ملکي خلک، امنیتي کار کوونکي او مجرمین شامل دي. دغه شمیر په ټول ۲۰۲۴م کال کې ۲۵۴۶ و.
د دې رپوټ له مخې چې په ایکسپریس تریبون رسنۍ کې خپور شوی دی، دغه تلفات د ترهګریزو بریدونو او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې عملیاتو ترڅنګ د تاوتریخوالي د ۱۱۸۸ پيښو په ترڅ کې رامنځته شوي دي.
د تاوتریخوالي اکثره پيښې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې رامنځته شوي چیرې چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ تر نومبره پورې په مجموعي ډول د شوو بریدونو تناسب ۹۲ او د وژل شوو ۹۶ سلنه وو.
په رپوټ کې ویل شوي چې خیبرپښتونخوا تر ټولو ډیره اغیزمنه شوې ده، چیرې چې ۶۸ سلنه (۲۱۶۵) مړینې او ۶۲ سلنه (۷۳۲) د تاوتریخوالي پيښې رامنځته شوي دي.
بلوچستان په دویم نمبر کې ځای نیولی دی چیرې چې ۲۸ سلنه مړېنې (۸۹۶)، په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي د پيښو تناسب ۳۰ سلنه و.
سند، پنجاب، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او د پلازمېنې اسلام آباد په سیمه کې ۹۰ پيښې رامنځته شوي چې ۱۲۶ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا په پاکستان کې د مجموعي تلفاتو یوازې ۴ سلنه برخه تشکیلوي.
د تیر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی
یوازې د ۲۰۲۵م کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې په پاکستان کې لږ تر لږه ۳۱۸۷ کسان وژل شوي چې دا رقم په ټول ۲۰۲۴م کال کې د وژل شوو کسانو له ۲۵ سلنې څخه اضافه دی. په دې موده کې په اوسط ډول په ورځ کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.
په تیرو ۱۱ میاشتو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۷۹۵ ترهګر وژل شوي دي.
په خیبرپښتونخوا کې په عملي ډګر کې امنیتي ځواکونه برلاسي دي. په رپوټ کې ویل شوي چې په امنیتي عملیاتو کې ۱۳۷۰ تنه وژل شوي چې دا بیا په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شوو کسانو (۷۹۵) څخه ۷۲ سلنه زیات دي.
په ایالتي کچه وضعیت توپير کوي
په بلوچستان کې وضعیت د دې برعکس معلومیږي. په دغه ایالت کې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو په ګډون ۵۱۷ کسان وژل شوي، چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې له وژل شوو کسانو (۳۷۹) څخه ۳۶ سلنه زیات دی.
دا وضعیت د دې ښکارندوي کوي چې ترهګریزو ډلو اوس هم یرغلیز پرمختګ جاري ساتلی دی چې د امنیتي ځواکونو له پاره پر یوې لویې ننګونې د بدلیدو په حال کې دی.