د پاکستان هوايي بريد لږ تر لږه ۱۷ افغان ملکيان وژلي
۱۴۰۴ مهر ۲۶, شنبه
په افغانستان کې د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې د پاکستان له لوري د پکتیکا په هوايي برید کې د وژل شویو او ټپیانو په منځ کې د افغانستان د کریکټ ټولنې غړي هم شامل دي. د افغانستان د کریکټ بورډ د معلوماتو له مخې، قربانیان هغه مهال په یوه کور کې راټول شوي وو چې له یوې دوستانه لوبې څخه بېرته راغلي وو او هماغه وخت برید پر وشو.
يو ځايي اوسېدونکي دويچه وېله ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې بريدونه د پکتيکا په ارگون او برمل ولسواليو کې شوي دي.
د افغانستان د کریکټ ستوري راشد خان د یادې پیښې په تړاو په جلا اعلامیه کې وویل: «دا یو له اخلاقو ليرې او وحشیانه عمل دی. د ملکي زیربناوو هدف ګرځول هېڅ توجیه نه لري. دا ظالمانه او غیرقانوني عمل د بشري حقونو ښکاره نقض دی او باید له پامه ونه غورځول شي.»
د دې پېښې په غبرګون کې د افغانستان کریکټ بورډ اعلان وکړ چې افغانستان به د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو درې هيوادونو شلاوریزو سیاليو کې ګډون لغوه کړي. پلان شوې وه چې دغه سيالۍ د پاکستان د کریکټ د لوبډلې په ګډون د نومبر په وروستیو کې پېل شي.
د ۴۸ ساعته اوربند د تمدید دعوه شوې وه
راپورونه وایي چې برید کې یوه استوګنیزه ودانۍ په نښه شوې چې له امله یې ۱۶ تنه نور، په شمول د ماشومانو، ټپیان شوي دي. دغه برید په داسې حال کې شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۴۸ ساعته اوربند د تمدید دعوه شوې وه، کوم چې د جمعې په ماښام پای ته رسېدلی و.
د پنجشنبې په ورځ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، یا يوناما راپور ورکړی و چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو سرحدي نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۲۵ نور ټپیان شوي دي. په وينا يې پکښې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د مخ په زیاتېدونکي کړکېچ په منځ کې په قطر کې د دواړو لورو تر منځ خبرې اترې کيږي. د طلوع نيوز د يو راپور له مخې د طالبانو د دفاع د وزیر او د طالبانو د استخباراتو د مشر په مشرۍ يو لوړپوړي پلاوي د شنبې په ورځ د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړ. هغوی به هلته پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
د طالبانو وياند هم د شنبې په ورځ وويل چې طالب چارواکي به په قطر کې د پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
دواړه هېوادونه له هغه راهیسې یو پر بل ترهګرو ډلو ته د پټن ځای ورکولو تورونه لګوي. تر دې وړاندې د پاکستان هوايي بریدونو د سپټمبر په ۹مه کابل په نښه کړ او وروسته یې په پکتیکا کې پر یوه بازار نور بریدونه وکړل. د دې بریدونو په غبرګون کې افغان ځواکونو د ډیورنډ کرښې پر اوږدو د بریدونو لړۍ پیل کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لانجمنه پوله ده.