1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا برادر له پاکستاني چارواکو سره پر څه غږېدلی؟

۱۳۹۹ آذر ۲۶, چهارشنبه

د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ورسره مل پلاوی د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په بلنه اسلام اباد ته تللی. افغان حکومت ولې اسلام اباد ته د طالب پلاوي له سفر څخه هرکلی کړی؟

https://p.dw.com/p/3moS3
Pakistan Treffen des Außenministers mit den Taliban
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/Pakistan Foreign Office

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، ملا برادر د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي سره د دواړو هېوادونو په اړوندو موضوعاتو خبرې کوي.

نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «په ځانګړي ډول د مهاجرو د ستونزو، پاکستان ته د افغانانو دتګ او راتګ او افغان سوداګرو د ستونزو په اړه به خبرې کېږي.»

پاکستان ته د ملابرادر سفر افغان سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد تر سفر یوه ورځ وروسته ترسره کیږي.

د افغان حکومت هرکلی

افغان حکومت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي کمېسیون پلاوي له سفره خبر دی. د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې راغلي دي چې ددغه پلاوي سفر د  افغان دولت په مشوره ترسره کیږي.

په ویناپاڼه کې کابل ته د عمران خان تر سفر وروسته د افغان سولې په برخه کې د هغه د هلوځلو هرکلی شوی.

د بهرنیو چارو وزارت په ویناپاڼه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي جمهوریت د افغان دولت او ملت پرحق هیلې د پاکستان اسلامي جمهوریت سره شریکې کړي، افغان دولت د تاوتریخوالي په بیړني کمښت، د سراسري اوربند پر ټینګښت او د رغنده مذاکراتو له لارې تلپاتې سولې ته پر رسېدلو ټینګار کوي.»

کابل هېله من دی چې اسلام اباد ته د طالب پلاوي سفر به ټاکلو موخو ته په رسېدو کې ګټور تمام شي.

خو پخواني افغان ډيپلوماټ عزیز معارج وايي چي په قطر کې د افغان سولې بهیر واګي د افغانانو له لاسه وتلي دي: «پاکستان تل ويلي دي چې طالبان موږ سولې ته هڅولي او ګومان هم دادی چې د سولې په برخه کې د غرب د پروګرامونو اجرا کوونکی اسلام اباد دی.»

په لندن کې ددغه پخواني افغان ډيپلوماټ په وینا، ملابرادر له عمران خان او بهرنیو چارو وزیر سره په لېدنو کې د سولي مذاکراتو پر راتلونکو اجنډاوو خبرې کړي.

ایا د سولې د خبرو د راتلونکو پړاوونو ځای لانجمنیږي؟

هاخوا د سولې او ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله نن چهارشنبې (۲۰۲۰ میلادي کال د دسمبر ۱۶مه) په کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې په افغانستان کې د مذاکراتو د راتلونکي پړاوونو ترسره کېدل د یوه وړانديز په توګه مطرح دی.

خو عبدالله دا هم ویلي چې دغه وړاندیز باید د خبرو د ځنډېدو لامل ونه ګرځي: «داسې ونه شي چې د سولې د خبرو د ځای په پلمه د سولې مذاکرات وځنډيږي.»

عبدالله ټینګار کوي چې د سولې خبرو له پاره د ځای پر انتخاب د دواړو لورو هوکړه مهمه ده.

سیاسي شنونکي اندېښمن دي چې د سولې خبرو راتلونکو پړاونو ځای په اړه د افغان مشرانو ضد و نقیض دریځونه ښايي دا موضوع لاپسې لانجمنه کړي.

پخواني افغان ډيپلوماټ عزیز معارج وویل چې ښايي دا موضوع د سولې بین الافغاني خبرې له خپلې ټاکلې نیټي وځنډوي.

خو په جرمني افغان سیاسي شنونکي محمد اسحاق اتمر دویچه ویله ته وویل، په کور دننه د سولې مذاکراتو ترسره کېدو وړاندیز یوازي یوه "ارماني" غوښتنه ده: «طالبان حتی د افغانستان حکومت په رسمیت نه پيژني او دا به هغوی ته د منلو وړ نه وي.»

تردې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او دوه ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې خبرو د راتلونکو پړاونو له پاره افغانستان وړاندیز کړی.

اسماعیل شاکر – کابل

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب