1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان غواړي ۷ زره نور بنديان يې خوشي شي»

۱۳۹۹ آذر ۱۷, دوشنبه

په کابل کې د امریکا سفارت شازدافیر ویلي دي چي، طالبان تمه لري چې ۷ زره نور بنديان یې هم خوشې شي. خو آیا حکومت به د نورو بنديانو خوشې کېدو ته زړه ښه کړي؟

https://p.dw.com/p/3mKZ0
Afghanistan  Taliban Gefängnis
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

په کابل کې د امریکا سفارت شازدافیر راس ویلسن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې طالبان غواړي ۷ زره نور بنديان يې هم خوشې شي.

دا غوښتنه د هغې هوکړې پر بنسټ ده چې په تېره فبرورۍ میاشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوې ده.

راس ویلسن په یوه انلاین خبري ناسته کې ویلي دي چې د دوحې تړون ټولې ژمنې باید ګام پر ګام پلې شي.

نوموړي پر طالب لوري هم سختې نېوکې وکړې چې په تېرو څو میاشتو کې یې تاوتریخوالی خورا ډېر کړی، چې دا هم د دوحې تړون له ژمنو سرغړونه ده.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبې (۲۰۲۰م کال د دسمبر ۷مه) په کابل کې د امریکا ددې غوښتنې په ځواب کې وویل: «د بندیانو خوشې کېدو په تړاو د طالبانو د غوښتنې ځواب ویل له وخت وړاندې دی.»

خو صدیقي زیاته کړه چې دوی تمه لري طالبان به اوربند ومني او دا موضوع د سولې د بین الافغاني خبرو په دویم پړاو کې تر بحث لاندې ده.

طالبان وايي، د سولې په بین الافغاني خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی او امریکا ژمنه کړې ده چې ددغو خبرو په دوام سره به پاتې نور طالب بنديان هم خوشې کیږي، چې اوس باید خپله ژمنه عملي کړي.

له طالبانو غوښتنه به څه وي؟

کارپوهان وايي، دا ځل هڅه داده چې د بنديانو د خوشې کېدو په بدل کې طالبان د اوربند په منلو اړ کړای شي.

سیاسي شنونکي عنایت الله کاکړ دویچه ویله ته وویل امريکا، قطر، پاکستان او په ټوله کې نړيواله ټولنه هڅه کوي چې تر هرڅه وړاندې باید طالبان اوربند ته غاړه کیږدي.

خو کاکړ زیاتوي طالبان به بیا هم د بنديانو خوشې کول د یوه شرط په توګه وړاندې کوي:

«څنګه چې طالبان د اوربند له پاره د خپلو بنديانو خلاصون د يوه پيش شرط په بڼه وړاندي کوي، دولت ته به ګرانه وي چې په زورزياتي کې له محسوس کمښت پرته د بيا ځلې له پاره د طالب بنديانو پر سر قمار ووهي.»

پاکستان میشتی دغه افغان کارپوه باور لري چې امریکا هم په دې هڅه کې ده چې طالبان د بنديانو د خوشې کېدو په بدل کې پر یوه اوږد مهاله اوربند قانع کړي.

طالبان به اوربند ومني؟

عنایت کاکړ زیاتوي د امریکا د شازدافیر وروستی څرګندونې په دې مانا دي چې د طالب زندانیانو د خوشې کېدو له پاره د ذهنیت جوړونې لومړی پړاو پيل شوی او ښايي طالبان هم فشار ته غاړه کښیږدي: «په قطر کې آثار او قرائن داسې ښيي چې طالبان کيدای شي په دې برخه کې نړيوال فشار ومني او د خپلو جنګياليو د خلاصون په بدل کې يوه منځمهاله اوربند ته راضي شي.»

د چارو ځيني نور کتونکي په دې باور دي چې د افغان سولې بهیر د بریا له پاره هرممکن ګام باید واخيستل شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون مشر محمد هاشم الکوزي دویچه ویله ته وویل، افغان حکومت باید د دوحې تړون د موادو د تطبیق په برخه کې له امریکا سره سپینې خبرې کړې وای: «دا موضوع خلیلزاد همداسې ګډوډه پرېښې ده، د دوحې تړون باید حکومت په ماده وار ډول کتلی وای چې د څومره بندیانو د خلاصون ژمنه شوې او هماغه مهال یې باید غږ پورته کړی وای.»

دغه افغان سناتورا وايي، اوس چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې روانې دي باید په دې اړه ټول اختلافات او جنجالونه حل شي او ترهرڅه وړاندې پر اوربند باندې سلا کېدل هم اړین دي.

خو یوشمېر نور کارپوهان باور نه لري چې طالبان دې بیا هم اوربند ومني.

د نورستان پخواني والي جمال الدین بدر دویچه ویله ته وویل، د مشورتي لویې جرګې د ګډونوالو هیله دا وه چې د۵۰۰۰ بنديانو په خوشې کېدو سره به طالبان جګړه ودروي، خو دې ډلې برعکس کار وکړ: «که د اوربند پرسر له نسبي توافق وړاندې بیا هم نور طالب بنديان خوشې کیږي، نو دا به د حکومت اعتبار خورا زیانمن کړي، حکومت ته بیا د طالب جنګیالیو نېول او بندي کول بې مانا کیږي.»

د بدر په وینا د ۷ زره طالب بنديانو په خوشې کېدو سره به حکومت لږ تر لږه په خپلو سیمو کې د جګړې قربانیانو ته بې ځوابه پاتې شي.

دغه پخوانی افغان جګپوړی چارواکی وايي، امریکا ښايي بیا هم د ۷ زره بنديانو د خوشې کېدو په برخه کې پر افغان حکومت فشار راوړي.

اسماعیل شاکر – کابل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب