1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر خليلزاد وروسته د طالبانو پلاوی اسلام آباد ته تللی

۱۳۹۹ آذر ۲۶, چهارشنبه

د ملا برادر په مشرتوب د طالبانو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو له پاره د چهارشنبې په ورځ اسلام آباد ته رسیدلی دی. دا سفر په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه زیاته شوې.

https://p.dw.com/p/3mmwv
انځور له ارشيف څخه
انځور له ارشيف څخهانځور: picture-alliance/AP/Pakistan Ministry of Foreign Affairs

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې له خبرو څخه د باخبره چارواکو له قوله لیکلي دي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرتوب پلاوی له قطر څخه اسلام آباد ته وربلل شوی. دغه سفر په داسې وخت کې کیږي چې تر دې یوه ورځ مخکې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد راولپنډۍ ته سفر کړی وو.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان پوځ پر طالبانو نفوذ لري او پاکستان په ۲۰۱۸م کال کې له امریکا متحده ایالاتو سره د مذاکراتو میز ته د طالبانو په کښینولو کې مهم نقش لاره. دغه مذاکرات د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د یوه تړون په پایله تمام شول چې په فبرورۍ میاشت کې لاسلیک شو او پر نورو سربیره له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو وتلو ته لار هواروي.

د دواړو لورو تړون د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هم بین الافغاني مذاکراتو ته لار پرانیستله چې په سپتمبر میاشت کې یې پرانیستغونډه وه. د دغو خبرو اترو پر طرزالعمل تر پرمختګ وروسته اوس هغه د جنورۍ تر لومړۍ اونۍ پورې وځنډیدې او داسې اندیښنې شته چې ښایي بیا پیلیدل يې یو څه نور هم وروسته شي.

افغان حکومت په افغانستان کې د مذاکراتو د نورو پړاونو د ترسره کیدو خبره کړې ده، خو طالبان د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دغو مذاکراتو د ترسره کیدو پر سر ټینګار کوي.

په عین وخت کې واشنګټن په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتیدو ناهیلې کړی او د یوه اوربند غږ يې کړی.

د طالبانو ویاند محمد نعیم د سه شنبې په ماښام د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي د ملا برادر اخند په مشرتوب یو «لوړ پوړی هیئت د پاکستان په رسمي بلنه اسلام آباد ته روان شو.» د هغه په خبره دغه پلاوی به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او همداشان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ملاقات ولري.

خو دا خبره لا روښانه نه ده چې پاکستان ته به د طالبانو سفر په افغانستان کې د یوه موقتي اوربند په برخه کې د کوم پرمختګ سبب شي، که نه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب