1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کابل هوایي ډګر مدیریت پر څرنګوالي توافق رامنځته شوی»

۱۴۰۰ بهمن ۹, شنبه

د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د ترکیې په ګډون له طالبانو سره د کابل هوایي ډګر پر مدیریت توافق ته رسیدلي دي. د ترکیې، قطر او طالبانو ترمنځ په دې اړه د وروستیو خبرو اترو دور راتلونکي اونۍ پيلیږي.

https://p.dw.com/p/46G82
Afghanistan Kabul Flughafen Taliban
انځور: Karim Sahib/AFP

د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې پلازمېنه دوحه د پنجشنبې (د جنورۍ په ۲۷ نیټه) په ورځ د کابل هوایي ډګر د مدیریت او ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه د قطر، ترکیې او طالب چارواکو د غونډې کوربه وه.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې ترکیه، قطر او د طالبانو سرپرست حکومت د کابل هوایي ډګر د مدیریت او ګټې اخیستنې د څرنګوالي په هکله پر څو کلیدي مواردو توافق ته رسیدلي دي.

د قطر او ترکیې پلاوو تیره اونۍ هم د کابل هوایي ډګر د کنترول په هکله دوه ورځني مذاکرات کړي وو.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دغې اعلامیې په اساس په دوحه کې دغه خبرې اترې د تیرې اونۍ په کابل کې د ترسره شوو درې طرفه مذاکراتو په دوام ترسره شوي دي.

په دغه اعلامیه کې راغلي دي چې ټاکل شوې ده د دغو خبرو اترو وروستی پړاو راتلونکې اونۍ د طالبانو، قطر او ترکیې د استازو ترمنځ ترسره شي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او د طالبانو له خوا د دغه هیواد د کنترول ترلاسه کولو وروسته، ترکیه لومړنی هیواد و چې د کابل هوایي د امنیت تامينولو له پاره یي امادګي ښودلې وه.

د کابل هوایي ډګر د مدیریت د څرونګوالي په اړه له قطر او ترکیې سره پر کلیدي مواردو تر توافق وروسته، د قطر هوایي شرکت لومړنی پرواز چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا چارتر شوی و د چهارشنبې په ورځ له کابل څخه دوحې ترسره شو. 

یوه لوړپوړي قطري چارواکي ويلي دي چې په دې الوتکه کې ۲۲۷ تنه ملکیان چې په هغو کې امریکایي اتباع، د ګرین کارډ درلودونکي او دوی پورې اړوند کسان سپاره ول. دغه قطري سرچینې ویلي دي چې دوحې له طالبانو سره تر اوږدو خبرو اترو وروسته ملکي پروازونه له سره پيل کړي دي.

د کابل نړیوال هوایي ډګر له نړۍ سره په وچه کې د ایسار افغانستان د وصلیدو عمده هوایي دهلیز ګڼل کیږي.

د اګست میاشتې په نیمایي کې وروسته له دې چې طالبانو د افغانستان واک په لاس کې ونیوه، ترکیې وویل په هغه صورت کې چې د دوی امنیتي غوښتنې پوره شي، حاضره ده چې له قطر سره په ګډه د کابل هوایي ډګر د مدیریت چارې په غاړه واخلي.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ا.ا