اميرخان متقي د روسیې له ځانګړي استازي سره ليدلي
۱۴۰۵ اردیبهشت ۸, سهشنبه
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د ايکس په صفحه کې په خپره شوې يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د اميرخان متقي د افغانستان له پاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف، سره ليدلي دي او دواړو لوريو د اقتصادي او سياسي همکاريو د پراخولو په تړاو خبرې اترې کړي دي.
په اعلاميه کې راغلي دي چې متقي، د دواړو هېوادونو د اړيکو له پراخیدو څخه هرکلی کړی دی او د يوه اقتصادي او سياسي کميسيون پر رامنځته کولو یې ټینګار کړی دی.
اړونده موضوع: د طالبانو یو پلاوی د روسیې تاتارستان ته تللی
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې کابلوف، د افغانستان او روسیې له مثبتو اړيکو ستاينه کړې او ويلي دي چې هېواد یې د اقتصاد، تجارت، انرژۍ او ترانزيت په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د اعلاميې په حواله کابلوف، ويلي دي چې روسيه غواړي د ګډو اقتصادي او پانګه اچوونې د پروژو له لارې د دواړو هېوادونو اړيکي پياوړي کړي.
روسيه يوازنی هېواد دی چې د طالبانو اداره په رسميت پيژني.
اړونده موضوع: د روسیې له خوا د طالبانو رسميت پېژندنې ته د افغانانو هيلې او اندېښنې
که څه هم په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د تروريستي ډلو د حضور او په دې اړه د روسیې د انديښنو په اړه څه نه دي ويل شوي خو تر دې مخه روسیې او د منځنۍ آسيا هېوادونو په دې اړه اندښنې څرګندې کړې وې.
روسیه په ځانګړي توګه په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د فعاليت په اړه انديښمنه ده؛ ځکه دې ډلې په ۲۰۲۴م کال کې په مسکو کې د کنسرتونو پر يوه سالون د بريد پړه منلې وه.