1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کوهاټ کې د پولیسو پر موټرو ډزو کې پنځه افسران وژل شوي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۴ اسفند ۵, سه‌شنبه

چارواکو ويلي دي چې شکمنو وسله والو په دوو بريدونو کې د پوليسو موټر په نخښه کړي او لږ تر لږه ۵ افسران یې وژلي دي. پېښه د خيبر پښتونخوا په کوهاټ سيمه کې رامنځته شوې ده.

https://p.dw.com/p/59KPU
آرشيف انځور: په کويټه کې يو پولیس وسله په لاس ولاړ دی په شا کې یې يو پولیس پر موټر سایکل له سپاره کس سره په خبرو بوخت دی
تر اوسه هیڅ کومې ډلې پر پوليسو د پرله پسې بريدونو مسئوليت نه دی منلی.انځور: Mazhar Chandio/Anadolu/picture alliance

د خيبر پښتونخوا د کوهاټ سيمې د چارواکو په حواله وسله والو د پولیسو يوه موټر ته کمین نيولی وو او د ډزو په ترڅ کې یې يو افسر وژلی دی. د پوليسو د کامران خان، په نوم چارواکي زياته کړې کله چې څو دقیقې وروسته د پوليسو ملاتړي ځواکونو د پېښې ځای ته ورسېدل، وسله والو بل بريد وکړ او څلور پولیس یې ووژل.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې همغږي شويو بريدونو پړه چې په دې وروستيو میاشتو کې یې په ټول هېواد کې شمیر ډېر شوی دی، نه ده منلې.

اړونده موضوع: د پاکستان په شمال لویدیځ کې بريدونو لږترلږه ۱۴ کسان وژلي

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، د کوهاټ بريد غندلی او د قربانیانو کورنيو ته یې تسليت ویلی دی.

د تاوتريخوالي دا تازه پېښه د خیبر پښتونخوا په کرک کې د دوشنبې په ورځ پر اف سي ځواک د بريد په تعقيب کې رامنځته شوې ده چې په ترڅ کې په چاوديدونکو توکو سمبال ډرون چاودنې د امنيتي ځواک اوه تنه غړي ټپيان کړل. بريدکوونکو وروسته بيا هغو امبولانسونو ته چې ټپيان پکې انتقاليدل کمين نيولی وو او د دريو افسرانو تر وژلو وورسته یې د هغوی جسدونه سوځولي ول. 

د دويم امبولانس چلوونکی د ټپي کيدو سربیره هم يو شمیر زخمی افسران انتقال کړي ول.

د کرک د بريد مسئوليت هم تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخیستی خو شک یې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي پر منع شوې ډلې باندې کيږي. د پاکستان حکومت تور لګوي چې دا ډله د افغانستان له خاورې څخه فعاليت کوي. خو افغان طالبان او پخپله دا ډله د پاکستان د حکومت دا تورونه ردوي.

اړونده موضوع: یوناما په افغانستان کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې ملکي تلفات تائيد کړل

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د يکشنبې ورځ په بريدونو کې د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې یې د وسله والو د پټنځايونو په نخښه کولو سره لږ تر لږه ۷۰ هغه وسله وال وژلي دي چې په پاکستان کې په تازه بريدونو کې د لاس درلودو تور ورباندې لګول کیږي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بيا وايي چې د پاکستان هوايي ځواک په ننګرهار او پکتيکا ولايت کې د ملکيانو د استوګنې سيمې په نخښه کړي او د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې یې يو شمیر ملکيان وژلي دي. ملګرو ملتونو هم د بهسودونو په بريد کې د ۱۳ ملکيانو د وژل کيدو خبر تائيد کړی دی.

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber