SIS په افغانستان کي له وسله والو طالبانو سره خبري کړي دي
۱۳۸۶ دی ۵, چهارشنبهاعلان
ورځپاڼه د پټو استخباراتي کړيو له قوله وړاندي کاږي چي د SIS افسرانو په دوبي کي څو واري د طالبانو د لوړپوړو مشرانو سره کتلي دي. د برتانيې لومړي وزير گوردن براون لږه موده وړاندي د طالبانو سره خبري اتري رد کړي وې. په کابل کي افغان حکومت د بي بي سي د خبري شبکې د رپوټ د مخه له دوو تنو اروپايي ديپلوماټانو څخه غوښتنه کړې چي د 48 ساعتونو په حدودو کي دي له افغانستان څخه ووزي. له دغو دوو ديپلوماټانو څخه يوهء د ملگرو ملتونو او بل د اروپايي ټولني لپاره کار کاوه. د افغانستان حکومت په دوړاو باندي تور لگوي چي د افغانستان امنيت او ملي واکمنۍ ته يې گواښ پېښ کړی دی.