1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي ديپلوماتانو کابل پرېښی؛ په پاکستان کې ځای پر ځای شوي

۱۴۰۱ بهمن ۱۸, سه‌شنبه

طالب چارواکو ويلي دي چې سعودي ديپلوماتانو د «روزنې» په موخه افغانستان پرېښی دی او بيرته به راستانه شي، خو دريو نورو سرچينو ويلي دي چې سعودي دغه ديپلوماتان د امنيتي ګواښونو له کبله ايستلي دي.

https://p.dw.com/p/4NB33
سرچينو ويلي چې سعودي ديپلومان د امنيتي دلايلو د وجې له کابله وتلي دي
سرچينو ويلي چې سعودي ديپلومان د امنيتي دلايلو د وجې له کابله وتلي ديانځور: Yasin Akgul/AFP/Getty Images

د رويترز خبري آژانس په حواله يوې ديپلوماتيکې او دوو نورو سرچینو ویلي دي چې سعودي دیپلوماتان تېره اوونۍ د هوا له لاري له افغانستان څخه وتلي دي او په پاکستان کې ځای پر ځای شوي دي. دغو سرچينو د دې ګام علت په پلازمېنه کابل کې د بريدونو د زیاتېدو د خطرونو خبرداری ښوولی دی.

خو د طالبانو د ادارې چارواکي بيا دغه خبره ردوي او وايي چې د سعودي عربستان ديپلوماتان د لنډې مودې له پاره وتلي او علت یې امنيتي ګواښونه نه دي.

د طالبانو او سعودي عربستان اړیکې ولې بل ډول شوې؟

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه وويل: «د سعودي عربستان د سفارت ځيني کارکوونکي د يو ډول روزنې ترلاسه کولو له پاره تللي او بيرته به راستانه شي.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه د رويترز خبري آژانس پوښتنې نه دي ځواب کړي او په اسلام آباد کې يې د سعودي عربستان له سفارت سره د اړيکو ټینګولو لارښوونه کړې ده. په رياض کې د حکومت د اطلاعاتو دفتر او د بهرنيو چارو وزارت هم په دې اړه د پوښتنو له ځوابولو ډډه کړې ده.

افغانستان: له طالبانو سره سخت ديالوګ

دا هم په سملاسي توګه نه ده روښانه شوې چې سعودي ديپلوتان به کله بيرته افغانستان ته ستانه شي او دا چې څومره ديپلوماتان یې تللي دي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې چې طالبان بيا واک ته ورسېدل يو شمیر هيوادونو خپل سفارتونه پاکستان او يا قطر ته انتقال کړل او له اسلام آباد څخه خپلې چارې پر مخ وړي.

خو يو شمير نورو هيوادونو په افغانستان کې خپل ديپلوماتيک حضور ته دوام ورکړی دی، چې د روسيه هم پکښې شامله ده. وروسته بيا په کابل کې د روسيې سفارت مخي ته ځانمرګی بريد وشو چې دوه روسان هم پکښې ووژل شول.

پاکستان ته د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر د سفر هدف څه و؟

داعش ډلې د دې او نورو يو شمیر بریدونو چې بهرنيان پکې په نخښه شوي، پړه منلې ده. په دې کې د چينايي سوداګرو پر يوه مشهور هوټل بريد او په کابل کې د پاکستان سفارت د مشر د وژلو هڅه هم شامله ده.

طالبانو په وار وار ويلي دي چې د داعش پر له منځه وړلو او نورو امنيتي ګواښونو تمرکز کوي او په افغانستان کې به د خارجيانو د ساتنې له پاره زيات زيار وباسي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: