1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: له طالبانو سره سخت ديالوګ

۱۴۰۱ بهمن ۳, دوشنبه

له طالبانو سره بشري تماسونه کيدای شي پر دغه ډلې د معتدل نفوذ په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. سعودي عربستان او قطر دا هڅه کوي او لوېديځ ته هم په دې برخه کې اړتيا ده.

https://p.dw.com/p/4MZxL
قطر وايي له طالبانو سره د تماس نيولو له پاره د سيمې له هېوادونو سره سلامشورې کوي
قطر وايي له طالبانو سره د تماس نيولو له پاره د سيمې له هېوادونو سره سلامشورې کوي انځور: WAKIL KOHSAR AFP via Getty Images

له طالبانو سره څرنګه چلن باید وشي؟ د قطر د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان الثاني که څه هم چې د داووس په اقتصادي فورم کې مشخصه کړه چې هيواد یې په افغانستان کې له اسلامستانو سره د څه ډول چلن اراده لري خو هغه ومنله چې د طالبانو تازه اقدامات تر «ډېره مايوسه کوونکي» دي.

خو ویل یې چې د قطر حکومت به خپلو ديپلوماتيکو هلو ځلو ته دوام ورکړي، ځکه دا د دې يوازنی لاره ده چې سړی په افغانستان کې پر تغيراتو او وضعيت اغیز ولرلی شي.

الثاني وويل چې حکومت یې له نورو اسلامي هيوادونو سره هم په دې اړه سلا مشورې کوي چې په کندهار کې د طالبانو له استازو سره ديالوګ پېل کړي.

هغه زياته کړه چې قطر به د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي. د سويس په داووس کې د نړيوال اقتصادي فورم په څنډه کې نوموړي له سي ان ان شبکې سره په مرکه کې زياته کړه چې «افغان ښځې به بریالۍ کیږي لکه دوی چې مخکې برلاسې شوي دي. موږ به یې ترڅنګ ودريږو او ملاتړ به ترې وکړو.»

قطر مايوسه کیدل نه غواړي

په عين وخت کې نوموړي ومنله چې هيواد یې تر اوسه له طالبانو سره په دیالوګ کې هیڅ کومه بريا نه ده ترلاسه کړې. الثاني په داووس کې د آزاد بحث په ترڅ کې وويل: «موږ حتی هڅه وکړه په کندهار کې تماس ونيسو او ديالوګ ترسره کړو. موږ تر اوسه په دې نه يوو بريالي شوي، خو موږ د سيمې له نورو هيوادونو سره په تماس کې يوو، له يو شمیر اسلامي هېوادونو سره.»

له زده کړو څخه منع کیدو افغان نجونې سختې مايوسې کړي دي
له زده کړو څخه منع کیدو افغان نجونې سختې مايوسې کړي ديانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

ملګري ملتونه هم له طالبانو سره د خبرو لارې چارې لټوي. د جنورۍ مياشتې نیمايي کې د دغه سازمان عمومي منشي انتونيو ګوتېرش «د ښځو او نجونو پر حقونو بې ساري سیسټماتیک ګوزارونه» وغندل. نوموړي د «جنستي اپارتايد يا توپير» څخه خبره وکړه.

يو څو ورځې تر مخه د ملګرو ملتونو مرستيالې مشرې امينه محمد او د ملګرو ملتونو د ښځو د سازمان مشرې سيما بحوس کابل ته سفر وکړ څو هلته د بشري حقونو پر وضعيت ځان خبر کړي.

ولې قطر له طالبانو سره ژوري اړيکي لري؟

د «افغانستان تحليلګرانو شبکې» بې پرې څېړنیز مرکز څخه توماس روتګ وايي چې له طالبانو سره خبرې اړینې دي. د هغه په خبره په تېره بيا ځکه چې د ښځو او بشري حقونو ضد ګامونه یې د منلو نه دي او افغان ولس د دې جوګه نه دي چې خپل نظرونه په آزاده توګه او بې خطره بيان کړي او له دې کبله دولتونو او نهادونو ته اړتيا لري چې په استازيتوب یې له طالبانو سره خبرې وکړي.

نوموړي له دويچله ويله سره په خبرو کې زياته کړه: «خبرې اترې کول د مخالف لوري له دريځونو سره د موافقې معنا نه لري.»

د سعودي عربستاسن نوې تګلاره

له همدې کبله روتګ د خليج د يو شمير هيوادونو لکه قطر او سعودي عربستان د نوښت هرکلی کوي. هغه په دې اړه وايي: «دوی احتمالاً د لویدیځو هيوادونو په پرتله ډېر امکانات لري چې د طالبانو له ډېر محافظه پاله مشرتابه له خوا واوريدل شي. ځکه هيبت الله اخندزاره تر اوسه د لوېديځ له هیڅ ديپلومات يا په عمومي توګه له ډېرو لږو ديپلوماتانو سره ليدلي دي.»

قطر او سعودي عربستان له کلونو راهېسې په افغانستان کې ښکيل دي. له هغه وروسته چې سعودي عربستان پر افغانستان د شوروي اتحاد د اشغال په ترڅ کې د مجاهدينو ملاتړ کاوه، دغه شاهي دولت اوس نور اهداف تعقيبوي.

آرشيف انځور: په کابل کې د ښځو مظاهره
آرشيف انځور: په کابل کې د ښځو مظاهرهانځور: Wakil Kohsar/AFP

سعودي عربستان په افغانستان کې پر يو شمير سياسي مسئلو د نظر د اختلاف سربیره هم يو ځانګړی مقام لري او په ښه سترګه ورته کتل کيږي. سعودي هم له دغه څخه ګټه اخلي او د اسلام د خپلې نسبتاً معتدلې بڼې د تبليغ په موخه يې کاروي. په دې ترڅ کې اسلامي پراختيايي بانک او د اسلامي هيوادونو د همکاريو سازمان «OIC» سترې وسيلې دي چې له لارې یې سعودي بشري مرسته کوي او ښايي د طالبانو مشرتابه ته د معاصر اسلام د مفکورې رسولو په هڅه هم بوخت وي.

د طالبانو او سعودي عربستان اړیکې ولې بل ډول شوې؟

قطر بيا بله لاره غوره کړې ده. دغه هيواد ځان د يوه سيمه ایز ديپلومات قدرت په توګه مطرح کړی او په ۲۰۲۰م کال کې یې د امريکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون منځګړيتوب هم وکړ.

طالبان له ۲۰۱۳م کال راهېسې په قطر کې سياسي دفتر لري. دا د دغه ډلې له پاره اوس هم له نړيوالو سره د تماس يو مهم ادرس دی، که څه هم چې د رسنيو د رپوټونو په حواله ښايي طالبانو خپل کوربه ته ويلي وي چې غواړي نور ديپلوماتیکي کانالونه هم وآزموي.

هغه ډاکټرانې چې لا هم په افغانستان کې دي

پر دې سربیره طالبانو په څو ځلي خپل کوربه ته ښوولې چې نفوذ یې محدود دی: د ښځو او يا بشري حقونو په برخه کې یې تر اوسه د خپل کوربه خبرې ته غوږ نه دی نیولی. په واشنګټن کې د «اتلانتک کونسل» د څېړنیز مرکز د ۲۰۲۳م کال په يوه ارزونه کې ويل شوي: «د افغانستان ناوړه کړکېچ د يوه يوازني هيواد له خوا د حلېدو نه دی.»

نړيوالې ټولنې ته هم اړتيا ده

د اتلانتک کونسل په حواله که څه هم چې د خليج هيوادونو تر اوسه دې پوښتنې ته کوم څرګند ځواب نه دی موندلی چې هغوی تر کومې اندازې د طالبانو له رژیم سره همکاري کول غواړي، خو ښايي داسې يو نظر رامنځته شي چې له طالبانو سره محدودې اړيکي کولی شي د امنيتي او بشري اندېښنو په ځوابولو کې مرسته وکړي.

په دغه ارزونه کې زياته شوې: «تر هغه وخته چې دا هلې ځلې د کړيدلي افغان ولس پر اړتياو متمرکزې وې او بشري اساس ولري، نړيواله ټولنه دغه هيواد ته د بشري مرستو د رسولو بار بايد يوازې د خليج خپلو شريکانو ته ور پرې نه ږدي.»

توماس روتګ وايي چې په ټوله کې د نفوذ کولو امکانات د مديريت وړ دي. د هغه په خبره دا څه پر نړيوالو سازمانونو لکه ملګرو ملتونو او د لوېديځ پر هيوادونو هم صدق کوي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یې د پراختيايي فعالیتونو د درولو پريکړې له دې کبله ستونزه زيږوونکي دي، ځکه چې تر ټولو دمخه عادي ولس اغيزموي.

ملګري ملتونه: طالبان د ښځو د حقونو په هکله سره وېشلي دي

روتګ زياتوي د سيمې له اوسيدونکو سره د همکارۍ ميکانیزمونه شته: «دا طبعاً ستونزې زيږوي چې سړی په دې ترڅ کې د طالبانو همکارۍ ته اړتيا لري، خو د انسانانو د ژوند د تامين له پاره سړی بايد جوړ جاړي ته چمتو و اوسي.»

م.م. نه بايد د لویدیځ د استازي په توګه راڅرګند شي

توماس روتګ زياتوي چې د ملګرو ملتونو له پاره اړينه ده چې د لوېديځ د استازي په توګه عمل ونه کړي. نوموړي خبرداری ورکوي: «طالبان به یې په دې نقش کې لا په کلکه رد کړي.»

روتګ وايي اوس دا اړينه ده چې سړی د طالبانو پر معتدلې برخې حساب وکړي چې هغوی که څه هم چې راديکال اسلامستي اجنډا تعقيبوي، خو په عين حال کې غواړي هيواد ته خدمت وکړي. خو د نوموړي په خبره: «تر څو دې تماسونو کوم پرمختګ نه وي کړی، ولس به لا هم د طالبانو د حکومت د غير منطقي محدوديتونو سره مخ وي.»

ب. ص/ ن. ز (کېرستين کنيپ)