1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې قطر له طالبانو سره ژوري اړيکي لري؟

۱۴۰۰ شهریور ۹, سه‌شنبه

په ۲۰۱۳م کال کې لا طالبانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې دفتر درلود. له وسله والو طالبانو سره د دغه امارت اړيکي که څه هم چې له نیوکو سره مخ کيدلې خو لويديځو هېوادونو ترې ګټه هم پورته کړې.

https://p.dw.com/p/3zihw
Katar Doha | Mullah Baradar und Scheich Mohammed bin Abdulrahman Al-Thani
انځور: Qatari Ministry of Foreign Affairs/AFP

يو څو ورځې تر مخه د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن د قطر له امیر تميم بن حمد الثاني څخه د يوه تلیفوني تماس له لارې له افغانستان څخه د ايستلو په ترڅ کې د پراخو مرستو له کبله مننه وکړه.

ولسمشر بايدن همدا راز له دې کبله هم مننه وکړه چې قطر د بين الافغاني خبرو اترو د زمينې په برابرولو کې پراخ رول لوباوه، که څه هم چې دا خبره د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو سره ناکامې شوې.

خو په آلمان کې بيا قطر د نیوکو سره مخ شو: ځکه چې تېره اوونۍ د طالبانو د سياسي مشر ملا عبدالغني برادر، په يوه پوځي الوتکه کې کندهار ته ولاړ چې د قطر د هوايي ځواک نښه یې درلودله.

د امريکا په سلا

د قطر او طالبانو د اړيکو کيسه نوې نه ده. قطر په ۲۰۱۳م کال کې لا طالبانو ته اجازه ورکړې وه چې په دوحه کې خپل سياسي دفتر پرانيزي. دا کار د بارک اوباما په دوره کې د امريکا په مرسته او غوښتنه ترسره شو، ځکه امريکا هغه مهال له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره د يوه ځای په لټه کې وه څو له افغانستان څخه د ځواکونو را ايستلو ته چمتووالی ونيسي.

Katar Doha | Mike Pompeu, US-Außenminister & Abdul Ghani Baradar, Taliban
په ۲۰۲۰م کال کې د امريکا د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير د طالبانو د سياسي دفتر له مشر سره په دوحه کې ليدلي ولانځور: Patrick Semansky/AP Photo/picture alliance

د خليج هيوادونو کارپوهه الهام فخرو چې د بحران نړيوالې دلې سره تړاو لري، وايي چې امريکا متحده ایالاتو دا کار له دې کبله وکړ ځکه چې پوهيدل په افغانستان کې به هیڅکله پوځي بری ترلاسه نه کړي او غوښتل یې طالبان د سیاسي جوړ جاړي برخه وګرځوي.

په دوحه کې سياسي دفتر

له ۲۰۱۸م کال راهيسې ملا برادر په قطر کې د طالبانو د سياسي استازولۍ مشري کوي او همدا راز له امريکا او بيا وروسته د افغانستان د پخواني حکومت سره یې د خبرو اترو مشري هم کوله.

نوموړی په ۲۰۱۸م کال د امريکا په غوښتنه د پاکستان له يوه زندان آزاد کړل شو چېرې چې هغه په ۲۰۱۰م کال کې پر نورو سربیره د امريکا د استخبارتي ادارې سي آی اې له خوا نيول شوی وو.

ملا برادر د طالبانو د بنسټ ايښوونکو غړيو څخه دی.  په ۲۰۲۰م کال کې په دوحه کې د امريکا سره په اصطلاح د سولې تړون هم نوموړي لاسليک کړ.

د کابل تر سقوط وروسته هم د قطر حکومت خپل پخواني بهرني سياسي ته دوام ورکړ. انتقاد کوونکي له همدې کبله وايي چې قطر نړيوالي ترهګرۍ ته اوږه ور کړې ده. الهام فخرو وایي: «يو شمير منتقدين استدلال کوي چې د طالبانو ديپلوماتیکو ښکيلتياو هغوی ته يو ډول مشروعيت ورکړ چې ښايي پرته له دې یې هیڅکله په لاس نه وی راوړی.»

له افراطيانو سره تماسونه

د الجزيرې شبکې چې مقر یې په دوحه کې دی، د مثال په توګه له کلونو راهيسې طالبانو ته دا فرصت او امکان برابر کړی وو چې وکولای شي عموميت ته مخاطب شي. دغه شبکې ارګ ته د طالبانو د داخليدو صحنه هم نشر کړه.

د علم او سياست له انستيتويت څخه ګیدو شتاينبيرګ وايي چې قطر په سيمه کې د بېلا بېلو لانجمنو نقش لرونکو سره له تماس نیولو هیڅ ویره نه لري. د مثال په توګه قطر له اخوان المسلمين سره ښې اړيکې پالي او له ایران سره یې هم تعلقات ښه دي.

شتاينبیرګ وايي: «قطر له کابو دوو لسیزو راهيسې د سيمې په سياست کې د منځګړي رول لوبوي. دغه هېواد دا کار په تېره بيا په سيمه کې د خپل مقام او دريځ د ښه کولو له پاره کوي.» نوموړی زياتوي: «په ماضي کې قطر پر سعودي عربستان ډېره زياته تکيه کوله آن په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰مه لسیزه کې دغه هيواد د سعودي عربستان تر محافظت لاندي وو.»

شتاينبيرګ وايي چې قطر د يوه خپلواک منځګړي د مقام په خپلو سره غواړي د دغه قوي ګاونډي له غيږې څخه ځان خلاص کړي.

يو بې پرې منځګړی؟

څو ورځې مخکې د قطر د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د افغانستان وضعيت ته په کتو سره ويلي ول چې د قطر امارت ځان ته د يوه بې طرفه منځګړي په توګه ګوري.

خو دغه هېواد په بشپړه توګه بې پرې نه دی، ځکه چې قطر د طالبانو له پاره دفتر يوازې د امريکا سره د خواخوږۍ په پار نه دی پرانيستی. شتاينبيرګ وويل: «قطر د امريکا پر محافظت ډېره تکيه لري.»

Konflikt in Afghanistan - Katar
په قطر کې د امريکا د العديد پوځي اډهانځور: Mark Andries/U.S. Marine Corps/AP/dpa/picture alliance

امريکا متحده ایالات په العديد سيمه کې يوه ستره هوايي اډه فعاله ساتلې ده او «قطر نه غواړي چې دا وضعيت تغير وکړي ځکه چې له ګاونډي هېوادونو څخه ويره لري.»

ځکه قطر له افراطي ډلو سره په اړيکو درلودو سره په سيمه کې ځان ته دوستان نه مومي: په ۲۰۱۷م کال کې دغه هيواد د سعودي عربستان، متحده عربي امارت، بحرين او مصر له خوا تحريم شو. دغه لانجه که څه هم چې اوس ختمه شوې ده خو ستونزې هوارې شوې نه بلکې یوازې ځنډول شوي دي.

دا چې قطر پر طالبانو څومره اغیز لري، په اصل کې روښانه نه ده: ځکه د طالبانو او قطر خپل منځي اړيکي هم په ماضي کې له جنجاله خالي نه وې. ځکه قطر یو وخت نه غوښتل چې طالبان دې په دوحه کې پر سياسي دفتر خپل بيرغ ورپوي او دغه ودانۍ د «افغانستان د اسلامي امارت» د استازولې په توګه ياده کړي.

قطر د طالبانو له خوا په ۱۹۹۶م کال کې اعلان شوی د طالبانو «اسلامي امارت» هم په رسميت نه وو پيژندلی. ډېری څارونکي په دې آند دی چې دا ځل به یې هم په رسميت پيژندل له احتمال ليرې وي په ځانګړي توګه هغه وخت چې امريکا يي مخالفت وکړي.

قطر غواړي ځان خوندي کړي

قطر په رسمي توګه وهابيت تعقيبوي او له بېلا بېلو افراطي ډلو سره تړاو لري: خو د شتاينبيرګ په وینا «قطر دې ته لیوال نه دی چې طالبان دې په زور حکومت وکړي.» د نوموړي په حواله یې لیوالتيا په دې کې ده چې د يوه منځګړي رول ولوبوي «څو د سيمه ایز سياست او همدا راز د نړيوال سياست پر نقشه را څرګند شي.»

شتاينبيرګ زياتوي چې په دې توګه کولی شي د لويديځ او ښايي د چين او روسیې د قطر د يوه خپلواک دولت په توګه د دوام ليوالتيا راوټوکوي. نوموړی زياتوي چې د پايښت دا ډول تضمين د قطر د بهرني سياست تر ټولو مهمه انګیزه ده. نوموړی زياتوي: «ځکه يو شمير ګاونډي هېوادونه لکه سعودي عربستان حتمي په دې نظر نه دي چې قطر باید [د يوه دولت په توګه] دوام ولري.»

د لوېديځ هېوادونه پر ټولو نیوکو سربيره هم د قطر پر خدماتو قانع دي او له طالبانو سره یې اړيکې ستايي. د افغانستان له پاره د آلمان ځانګړي استازي مارکووس پوتڅل هم په دوحه کې له طالبانو سره مذاکرات ترسره کړي دي. اروپايي ټولنه به هم له طالبانو سره د راتلونکو خبرو له پاره د قطريانو له اړيکو څخه ګټه پورته کوي.

ب. ص/ ن. ز (Diana Hodali)

زموږ له آرشيف څخه: