راپور: اسرائيل پر غزې ښار ځمکني عملیات پیل کړل
۱۴۰۴ شهریور ۲۵, سهشنبه
د «اکسیوس» په نوم د خبرونو وېبپاڼې د اسرائیل د چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چې د اسرائيل ځمکني ځواکونو په غزه ښار کې عمليات پيل کړي دي. خو د پوځ له لوري د دغه خبر تر خپرېدو کوم رسمي غبرګون نه دی ښوول شوی. د اسرائيل پوځ په تېرو اوونیو کې دغه ښار په پراخه کچه بمبار کړی و.
«غزه سوځي»
د اسرائیل د دفاع وزیر، اسرائیل کاتز، د سه شنبې په ورځ په ایکس (پخوانی ټویټر) پاڼه کې ولیکل چې «غزه سوځي». هغه ليکلي: «پوځ د ترهګرۍ پر بنسټیز جوړښت د اوسپنې په مټ ګوزارونه کوي.» د هغه په وینا، سرتېري جنګېږي چې د برمته شویو د خوشې کېدو او د حماس د ځپلو لپاره زمینه برابره کړي. خو تر اوسه څرګنده نه ده چې ایا کاتز په دې وینا کې د اسرائیل ځمکنيو ځواکونو و عملیاتو ته اشاره کړې ده که نه.
د اسرائیل لومړي وزیر، بنيامین نتنیاهو، په تېرې میاشت کې پوځ ته امر کړی و چې د غزې ښار ونیسي. هغه دغه ښار د حماس د تندلارې اسلامي ډلې له وروستیو پناه ځایونو څخه بللی و. د اسرائیل پوځیان له اوونیو راهیسې د غزې ښار په څنډو کې جنګېږي او په وروستیو کې د ښار مرکز ته لا ډېر ورنږدې شوي دي. دا هغه ځای دی چې د تېرې میاشتې د اټکلونو له مخې لا شاوخوا یو میلیون فلسطینیان پکښې اوسېدل. پوځ څو ځله د ښار اوسېدونکو ته ویلي ول چې د غزې تراډې جنوب ته پرتې سیمې ته دې ولاړ شي. د اسرائيل او فلسطينيانو تر منځ دغه شخړه کې په لسونو زره ولسي وگړي وژل شوي دي.