1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د فرانسوي سفیر د اخراج موضوع پارلمان ته وړاندې کيږي»

۱۴۰۰ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

د پاکستان حکومت او د پاکستان منع کړل شوي تنظيم، تحریک لبيک ترمنځ پر دې توافق شوی چې نن به د فرانسې د سفير د اخراج موضوع پارلمان ته وړاندې کيږي. په دې سره به ياد تنظيم په پاکستان کې خپلې احتجاجونه پای ته رسوي.

https://p.dw.com/p/3sGAF
Pakistan Protest Verbot Islamisten Partei Tehrik-e-Labaik
انځور: REUTERS

د پاکستان د کورنيو چارو وزير، شیخ رشید احمد، پر ټويټر د دغو مذاکراتو د «برياليتوب» خبر ورکړی دی. هغه ويلي دي چې نن سه شنبه به په پاکستان کې د فرانسې د سفير د اخراج موضوع پارلمان ته وړاندې کيږي او تحريک لبيک به هم په ټول پاکستان کې خپل احتجاجونه پای ته رسوي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير پر ټويټر يوه خپره شوې ويډو کې وايي: «د حکومت او تحریک لبيک تر منځ د اوږدو بحثونو په نتيجه کې پر دې توافق وشو چې نن به د فرانسې د سفير د اخراج موضوع قومي اسامبلې ته وړاندې کيږي او د پاکستان تحریک لبيک به هم د رحمت اللعالمين د مسجد په ګډون په ټول هيواد کې خپل د تحصن بهیر پای ته رسوي.»

د شيخ رشید احمد د وینا مطابق د فرانسې د سفير د اخراج طرحه به نن سې شنبه پارلمان ته وړاندې کيږي، خو د ځينو سرچينو په حواله د سه شنبې په ورځ په دې اړه په پارلمان کې د کومې غونډې د جوړيدو خبره نه ده شوې، او اعلان شوی چې دغه غونډه د پنجشنبې ورځې د ماسپښين تر دوو بجو پورې غځول شوې ده.

د کورنيو چارو وزیر په خپله وينا کې زیاته کړې چې د مذاکراتو بهير به پر مخ وړل کیږي او د هغو افرادو پر وړاندې د شيډول فورت په ګډون ثبت شوې عريضې به بيرته اخیستل کيږي. پاکستاني وزير دا هم ويلي چې هغه به په دې اړه تفصيلي جزئيات نن ماښام او يا سبا ماسپښين د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې ورکړي.

له بل لورې د تحريک لبیک پاکستان مشر، علامه فاروق الحسن رسنيو ته ويلي دي چې «د فرانسې سفير له اخراج څخه علاوه بل هيڅ شرط د منلو وړ نه دی. موږ حکومت ته په صراحت وويل چې پر هوکړه دې عمل وشي او د فرانسوي سفير د اخراج سند دې پارلمان ته وړاندې شي، دې سره موږ کولی شو د احتجاج پر پای ته رسولو باندې غور وکړو، خو نور هيڅ فريب د منلو وړ نه دی.»

د پنجاب حکومت او د منع کړل شوي تنظيم، تحريک لبیک تر منځ د خبرو لومړی پړاو د يکشنبې په ورځ ترسره شوی وو. د پاکستان د اطلاعاتو وزير، فواد چوهدري د دوشنبې په ورځ ويلي وو چې دوهم دور خبرې تکميل شوي او د خبرو دريم پړاو به شپې لس بجې پيليږي.

تر دې وړاندې د تحريک لبيک ډلې د مرکزي شورا د غړو او حکومت سره د دغه منع کړل شوي تنظم د خبرو اترو استازي ډاکټر محمد شفیق اميني څخه د تحريک لبیک له خوا د احتجاجونو د پای ته رسولو غوښتنه شوې وه.

ويل کيږي چې د پاکستان تحريک لبيک، د فرانسوي سفير د اخراج غوښتنه د فرانسوي مجلې، شارلي ابدو له خوا د اسلام د پيغمبر د کاريکاتور د خپرولو په غبرګون کې کوي. دغې ډلې د دغې غوښتنې د عملي کولو په مقصد پراخ احتجاجونه پيل کړل. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت تيره اوونۍ تحریک لبيک پاکستان ممنوع اعلان کړ.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د دوشنبې ورځې په ماښام د پاکستان خلکو ته په خطاب کې وويل چې له هیواد څخه يې د فرانسې د سفير اخراجول او روانې اعتراضي مظاهرې د پاکستان په زیان دي. خان وويل: «له فرانسې سره د اړيکو پرې کولو معنی له اروپايي ټولنې سره د اړيکو پرې کولو په معنی ده.» عمران خان وويل چې زموږ د منسوجاتو ۵۰ سلنه تولیدات اروپايي هيوادونو ته صادريږي. که موږ له اروپايي ټولنې يا فرانسې سره اړيکي بندوو د دې زيان هغوی ته نه بلکې موږ ته رسيږي.

دويچه وله اردو/م.ک.ص./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب