1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې له تاوتریخوالي ډک احتجاجونه

۱۴۰۰ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

په پاکستان کې د دوشنبې په ورځ د یوې مذهبي ډلې د مشر تر نیول کیدو وروسته د تاوتریخوالي ډکو احتجاجونو په ترڅ کې د یوه پولیس په گډون د دوو کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3rutH
Pakistan I Proteste nach Festnahme von TLP-Chef Saad Rizvi in ​​Lahore
انځور: Muhammad Javed/AA/picture alliance

اسوشتید پرس خبري آژانس د پولیسو د یوه جګپوړي چارواکي غلام محمد ډوګر له قوله لیکلي دي چې یو تن پولیس تیره شپه د سعد رضوي له پلویانو سره د اخ او ډب په ترڅ کې وژل شوی دی. د نوموړي چارواکي په خبره په دغه اخ او ډب کې لس نور پولیس ټپیان شوي هم دي. سعد رضوي د تحریک لبیک ډلې مشر دی چې تیره شپه په لاهور کې نیول شوی دی.

د رپوټونو له مخې د دغه ډلې دوه پلویان د پنجاب په ختیځه برخه کې وژل شوي دي. د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د تاوتریخوالي لړۍ د دوشنبې په ورځ د رضوي له نیول کیدو وروسته پېل شوه. هغه ګواښ کړی وو چې که چیرې د پاکستان حکومت د اسلام د پیغمبر د کاریکاتورونو د رسمولو له کبله د فرانسې سفیر و نه باسي نو په احتجاجونو به لاس پورې کړي.

د غلام محمد ډوګر په خبره د رضوي د نیولو موخه د قانون پلوي کول وو. خو د رضوي تر نیول کیدو وروسته ډیر ژر د پاکستان په یو شمیر ښارونو کې د دغې ډلې د پلویانو له لورې احتجاجونه پېل شول. احتجاج کوونکو په یو شمیر ښارونو کې سړکونه او لوی لارې وتړلې.

تر دغو احتجاجونو دوې ورځې دمخه رضوي په یوه اعلامیه کې د لومړي وزیر عمران خان له حکومته غوښتې وو چې په فبرورۍ میاشتې کې د دوی له ګوند سره پر شوې ژمنه وفا وکړي او په فرانسه کې د اسلام د پیغمبر د کاریکاتورنو د نشریدو له کبله د دغه هیواد سفیر د اپریل تر شلمې نیټې دمخه له خپله هیواده وباسي.

خو حکومت ویلي دي چې دوی یوازې په پارلمان کې پر دغو موضوع د بحث کولو ژمنه کړې وه.

د رضوي د نیولو پر ضد د هغه د پلویانو غبرګون دومره ګړندی وو چې د لاهور پولیس په دې ونه توانیدل چې عمومي سړکونو څخه هغوی لیرې کړي. په زرونو کسان په خپلو موټرو کې بند پاتې ول. د دوشنبې له ورځې لومړنی اخ او ډب د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې رامنځ ته شو.