طالبان: پاکستانۍ جیټ الوتکه مو راغورځولې او پیلوټ مو نیولی
۱۴۰۴ اسفند ۹, شنبه
د افغانستان په ختيځ کې د طالبانو پوځي چاراکو، پولیسو او ځايي اوسېدونکو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۶م کال د فبروري ۲۸مه) ويلي چې د الوتکې پېلوټ ځان په پراشوټ کې راغورځولی وو او بیا ونیول شو.
د فرانسې خبري آژانس په حواله، د طالبانو د پولیسو ویاند طیب حماد وویل: «د پاکستان یوه جنګي جیت الوتکه د جلال آباد ښار په شپږمه ناحیه کې راوغورځول شوه او پيلوټ ېې ژوندی نيول شوی دی.»
د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو د پوځ ویاند، وحيدالله محمدي، هم تائید کړه چې د پاکستان یوه جنګي جیت الوتکه د دوی ځواکونو له خوا رانسکوره شوې او «پيلوټ ېې ژوند نیول شوی دی.»
د فرانسې خبري آژانس ليکي دغه خبر وروسته له هغې اعلان شو چې په جلال آباد کې ېې خبریال وویل چې لومړی د ښار پر سر د جیت الوتکې غږ شو چې ورپسې د هوايي ډګر له لور ته د دوو چاودونو غږونه واورېدل شول.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو دغه ادعا رد کړې او دا ېې «په بشپړه توګه له واقعیت لرې» ښودلې ده.
دویچه وله دا راپورونه په خپلواکه او خپل سر ډول نه دي تائید کړي بلکې د خبري آژانسونو پر سرچینو او معلوماتو تکیه کوي. د امنیتي محدودیتونو، د معلوماتو د لاسرسي خنډونو او په ساحه کې د خپلواکو سرچینو د نشتوالي له امله، د پېښو د جزئیاتو کره او بې طرفه ارزونه په خپلواکه توګه ممکنه نه وه. له همدې امله، یاد معلومات د بېلابېلو خبري سرچینو پر بنسټ وړاندې شوي، خو په خپلواکه توګه د هغوی بشپړ تصدیق تر اوسه نه دی شوی.
نور ولولۍ: د پاکستان او طالبانو د ادارې ترمنځ «ښکاره جگړه»؛ د دواړو هیوادونو د پوځي وړتیاوو مقایسه
په عین حال کې د طالبانو د دفاع وزارت وايي چې هوايي ځواکونو ېې د پاکستان په میرام شاه او سپین وام سیمو کې د پاکستان پوځي مرکزونه په نخښه کړي دي. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې چې پر ایکس شبکه ېې خپره کړې ویلي: «دغه هوايي بریدونه تېره شپه د دولسو بجو په شاوخوا کې ترسره شول.» اعلامیه کې زیاته شوې چې په دغو هوايي بریدونو کې د «میرانشاه پوځي قرارګاه او د سپین وام پوځي قرارګاه ویجاړې شوې او درانه تلفات یې واړول.»
په اعلامیه کې زیاته شوې چې دغه «بریالي» بریدونه د «پاکستان د پوځي رژیم د پرله پسې هوايي تېریو» په غبرګون کې شوي دي.
په عین حال کې د طالبانو د دفاع وزارت وايي چې هوايي ځواکونو ېې د پاکستان په میران شاه او سپین وام کې د پاکستان پوځي مرکزونه په نخښه کړي دي. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې چې پر ایکس شبکه ېې خپره کړې ویلي: «دغه هوايي بریدونه تېره شپه د دولسو بجو په شاوخوا کې ترسره شول.» اعلامیه کې زیاته شوې چې په دغو هوايي بریدونو کې د «میران شاه پوځي قرارګاه او د سپین وام پوځي قرارګاه ویجاړې شوې او درانه تلفات یې واړول.»
نور ولولۍ: په افغانستان کې تر هوایي بريدونو وروسته پاکستان امنیتي تدابير کلک کړي
په اعلامیه کې ویل شوې چې دغه «بریالي» بریدونه د «پاکستان د پوځي رژیم د پرله پسې هوايي تېریو» په غبرګون کې شوي دي.
پاکستان لور هم د ګډې پولې په اوږدو کې د خپلو وروستيو عملیاتو په جریان کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
هاخوا پاکستان ادعا کړې چې افغانستان سره د پولې په اوږدو کې یې د وروستيو هوايي عملیاتو په جریان کې ۳۳۱ افغان طالبان وژلي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ چې د دغو نښتو په هکله ېې تازه معلومات ورکول ادعا وکړه چې په دغو عملیاتو کې په افغانستان کې ۳۷ ځایونه په نخښه شوي چې په نتیجه کې ۳۳۱ طالب جنګیالي وژل شوي او له ۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
نور ولولۍ: د پاکستان او طالبانو يو بل ته د درنو زيانونو اړولو ادعاوې
پاکستان د جمعې په ورځ د افغانستان پر پلازمېنه کابل او جنوبي ښار کندهار چېرته چې د طالبانو رهبر ملا هبت الله آخوندزاده اوسېږي، بمبارۍ وکړې.
د پاکستان او افغانستان تر منځ وروستي تاوتریخوالي وروسته له هغې پیل شوي چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو په مربوطاتو کې بمبارۍ وکړۍ چې مالي او ځاني زیانونه ېې واړول. د طالبانو اداره وايي د پاکستان پر ضد وروستۍ حملې ېې «انتقامي» دي.