1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

باجوړ: د سړک د غاړې ماين يو پخوانی سناتور او ۴ نور کسان وژلی

۱۴۰۳ تیر ۱۴, پنجشنبه

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د سړک د غاړې يوه ماين يو پخوانی سناتور او نور څلور کسان وژلي دي. ولسمشر آصف علي زرداري دا پېښه په کلکه غندلی ده.

https://p.dw.com/p/4hqa4
په شانگله کې د بمي بريد يو آرشيف انځور
آرشيف انځور: باجوړ سيمه د پاکستاني طالبانو پوخ سنګر بلل کیږيانځور: AP/picture alliance

د پوليسو په حواله دا پېښه د چهار شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د جولای ۳مه) د خيبر پښتونخوا په باجوړ سيمه کې رامنځته شوې ده.

د باجوړ د پوليسو مشر بخت بونير، ويلي دي چې په چاودنه کې پخوانی سناتور هدايت الله خان، هم وژل شوی دی چې په يوه ټاکنیزه غونډه کې د ګډون په موخه روان وو او د پلويانو د يوه کتار له خوا بدرګه کېدی.

دپاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، او نورو چارواکو دغه پېښه غندلې ده.

تر اوسه کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې او د پاکستان تحريک طالبانو ډلې د يوې اعلامیې په خپرولو سره په بريد کې ښکيلتيا رد کړې ده.

د باجوړ سيمه تر دې وروستيو پورې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډلې پوخ سنګر وو. دې ډلې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو راهېسې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.

پاکستاني چارواکي افغان طالبان د ټي ټي پي جنګيالو ته د پټنځایونو په ورکړه تورنوي، خو په افغانستان کې د طالبانو اداره ټينګار کوي چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې له افغان خاورې څخه پر بل هېواد بريد وکړي.

آیا د پاکستان ضد ډلې په رښتیا هم په افغانستان کې فعالیت لري؟

د چهار شنبې ورځې دا بريد په باجوړ کې د جميعت علما اسلام ګوند پر سياسي غونډه تر ځانمرګي بريد کابو يو کال وروسته شوی دی. په هغه بريد کې درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

له هغه بريد راهېسې په باجوړ کې امنيتي ځواکونو د وسله والو پر ضد پوځي عمليات ترسره کړل. د تازه عملياتو په ترڅ کې د چهار شنبې په ورځ امنيتي ځواکونو په باجوړ کې د عرفان الله په نوم د وسله والو يو قوماندان وژلی دی.

د پاکستان پوځ پخپله اعلاميه کې ويلي دي چې عرفان الله په ډېرو «ترهګریزو فعاليتونو» کې شريک وو او د ملکيانو په هدفي وژنو کې یې لاس درلود.

ب. ص/ ن. ز (AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب