1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه ډېر ژر وتل به «ډېر گران» تمام سي

۱۳۹۹ آبان ۲۷, سه‌شنبه

د ناټو مشر خبرداری ورکړی دی چي له افغانستان څخه د ځواکونو ژر ايستل به «ډېر گران» تمام سي. د راپورونو له مخي ترمپ پتېيلې ده چي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د کمولو لارښوونه وکړي.

https://p.dw.com/p/3lPG2
Belgien Nato weist wegen Giftanschlags sieben russische Diplomaten aus
انځور: Getty Images/AFP/E. Dunand

د هغه راپور تر خپرېدو وروسته چي گويا ترمپ غواړي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو شمېر لږ کړي، د ناټو تړون عمومي منشي ينس ستولتنبرگ د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړی دی چي له افغانستان د ځواکونو ژر ايستل به دغه تړون ته په ډيره گرانه بيه تمام سي.

تر مخکي امريکايي رسنيو راپور ورکړی وو چي ترمپ په پام کي لري چي لارښوونه وکړي چي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکښته کړي.

يوه امریکايي چارواکي چي نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي، اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي د تيري اوونۍ په پای کي پوځي چارواکو ته په دې اړه معلومات ورکړل سوي دي او د جمهوررئيس پر يوې اجرايي لارښووني کار کيږي. خو دغه لارښوونه تر اوسه پوري پوځي چارواکو ته نه ده وړاندي سوې.

د ناټو عمومي منشي په يوې اعلاميې کي دې خبر ته په غبرگون کي ويلي دي: «موږ اوس له يوې سختي پريکړي سره مخامخ يوو. نژدې ۲۰ کاله کيږي چي په افغانستان کي حضور لرو او د ناټو هيڅ غړی نه غواړي چي په افغانستان کي ډېر پاته سي، خو په داسي وخت کي د ځواکونو ژر ايستل يا په نه همږغۍ سره به ډېر گران تمام سي.»

ستولتنبرگ ويلي دي چي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د ژر وتلو په صورت کي به دغه هيواد «يووار بيا د نړيوالو تروريستانو په ځاله بدل سي. او داعش کيدای سي په سوريه او عراق کي له لاسه وتلی خلافت په افغانستان کي جوړ کړي».

له هغه وروسته چي ترمپ خپل د دفاع وزير له دندې گوښه او په دغه وزارت کي يې نوري ټاکني هم وکړلې، کاروپوهانو اندېښنه څرگنده کړه چي کيدای سي ترمپ خپلي پخوانۍ څرگندوني عملي کړي چي ويلي يې ول چي تر کريسمسه به له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه راوباسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل