1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

«افغانستان کې پاتې شوي امریکایي وسلې کشمیر کې موندل شوي»

۱۴۰۰ اسفند ۱, یکشنبه

د هندي پوځ یوه جنرال ادعا کړې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو نه پاتې شوې وسلې، په کشمیر کې له وژل شوو ترهګرو څخه ترلاسه شوي دي.

https://p.dw.com/p/47J44
Indien Kaschmir-Konflikt | Militär in Srinagar getötet
انځور: Saqib Majeed/ZUMAPRESS/picture alliance

د «ټایمز آف انډیا» ورځپاڼې د یوه وروستي رپوټ پر بنسټ، د هندي پوځ یوه جنرال ادعا کړې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو څخه پاتې شوي پوځي تجهیزات یې له هغو ترهګرو څخه ترلاسه کړي دي چې کشمیر ته د ننوتلو د هڅې پر مهال وژل شوي دي.

په کشمیر کې د هندي پوځ یوه قوماندان تورن جنرال اجی چندپوریا، له یوه خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «هغه وسلې او تجهیزات چې له وژل شوو ترهګرو څخه ترلاسه شوي دي، عادي نه دي. دغه جنګي وسایل د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال په افغانستان کې وو. زمونږ تحلیل دا دی چې نه یوازې ترهګر، بلکې وسلې هم کولی شي کشمیر ته را شي.»

دغه هندي جنرال د یو شمیر رسنیو رپوټونو ته په اشارې سره زیاته کړې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال تر ۶۰۰ زرو ډیرې سپکې او مودرنې وسلې او څو سوه زره د شپې لید دستګاوې له هغوی څخه پاتې شوې وې. 

د «ټایمز آف انډیا» ورځپاڼې  لیکلي دي چې دا انديښنه موجوده ده چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې وسلې او تجهیزات د پاکستان له لارې کشمیر ته انتقال شي.

مخکې تر دې پاکستاني چارواکو هم ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پوځي تجهیزات د پاکستاني طالبانو لاسو ته ولیدلي دي. د هندي پوځ دغه جنرال ادعا کړې چې شاوخوا ۱۵۰ تر ۲۰۰ پورې روزل شوي ترهګر اوس هم د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې فعالیت لري چې ۴۰ تر ۴۵ سلنه یي پاکستانیان دي. پاکستاني چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پر مهال خپل یو شمیر پوځي تجهیزات او وسلې د افغانستان د پخواني حکومت امنیتي ځواکونو ته سپارلي ول او یو شمیر نور یي بیا ویجاړ یا تخریب کړي ول.

سربیره پر دې، دوی د خپلو وسلو او تجهیزاتو یوه بله برخه په لسګونه زره فلزي کانتینرونو کې ځای پرځای او په «C17» بار وړونکو الوتکو کې، او همدارنګه د پاکستان او مرکزي آسیا هیوادونو په مسیرونو د ځمکې له لارې له افغانستان څخه و ایستل.

خو د امریکایي او بهرنیو ځواکونو تر وتلو او په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته، په یو شمیر رسنیو کې له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته د بهرنیو ځواکونو د وسلو او تجهیزاتو د قاچاق او انتقالیدو په اړه رپوټونه خپاره شول. 

پاکستان کې هم د دغو وسلو او پوځي تجهیزاتو د انتقالولو انځورونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیدلې. خو طالبان بیا بهر ته د خارجي ځواکونو د پاتې شوو نظامي تجهیزاتو د قاچاق موضوع ردوي.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ن.ص