«اسلامي دولت» يا داعش يوه وسله واله ډله ده چې په ۲۰۱۴م کال کې د سوریې او عراق پراخې سيمې یې لاندې کړې وې او تش په نامه «خلافت» یې اعلان کړی وو. د دې ډلې د «خراسان څانگه» په افغانستان کې د خونړيو بريدونو مسئوليت لري.
ملگرو ملتونو داعش د يوه ترهگريز سازمان په توگه درجه بندي کړی او د بشري حقونو څخه د سرغړونې، ډله ایزو اعدامونو او جنگي جنايتونو تور یې پرې لگولی دی. دې ډلې په ځانگړي توگه د انترنت له لارې د پروپاگندې په خاطر چې د عسکرو، خبريالانو او مرستندويه کارکوونکو د سر پرې کولو ويديوگانې پکې شاملې دي، ډېر شهرت وموند. داسې انگيرل کیږي چې دا ډله په عراق او سوريه کې د تېلو په زيرمو تمويليږي او همدا راز د سعودي عربستان او قطر څخه ځانگړې بسپنې هم ترلاسه کوي. د دې ډلې د «خراسان څانگه» په افغانستان کې د يو شمير خونړيو بريدونو مسئوليت پر غاړه لري. د دويچه ويله په دې اتوماتيکه پاڼه کې د داعش په تړاو موضونونه لولئ.