1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په کابل کې د پنځو داعشیانو د وژلو ادعا کړې

۱۴۰۱ آبان ۲۳, دوشنبه

طالب چارواکو ويلي چې د کابل ښار په شمال کې یې د داعشیانو پر يوه پټنځای عملیاتو کې پنځه کسان وژلي دي. د خیرخانې سېمې اوسیدونکو هم ویلي دي چې دوی د شپې د څو ساعتونو له پاره د درنو چاودنو او ډزو غږونه اوريدلي دي.

https://p.dw.com/p/4JTLS
د آرشیف انځور - په کابل ښار کې د طالبانو ځانګړي ځواکونه
د آرشیف انځور - په کابل ښار کې د طالبانو ځانګړي ځواکونهانځور: AP

د طالبانو د استخباراتو ادارې په یوه اعلاميه کې شوې چې د کابل ښار د ۱۵ حوزې په مربوطاتو کې د داعشیانو پر يو پټنځای چې د هستوګنې په یوه کور کې وو، ځانګړي عملیات ترسره کړي چې پکې پنځه «خوارج» وژل شوي دي. طالبان یاده اصطلاح د «اسلامي دولت» يا داعش په نوم خپلې سخت درېځې رقيبې ډلې ته کاروي.

طالبان وايي د کاج مرکز او وزير اکبر خان جومات بريدګر يې وژلي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر ټويټر دغه عملیات تائيد کړي دي. هغه ليکلي دي چې د تیرې شپې عملیات د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند پنج صد فامیليو په سیمه کې ترسره شوي چې په وینا ېې پکې «پنځه تنه خوارج ووژل شول.» مجاهد ليکلي دي چې دغه کسان د ېوې مهمې شبکې غړي ول او د هغوی له پټنځای څخه «یو شمیر وسلې، لاسي بمونه، رېموټونه، او چاودېدونکي توکي» هم ترلاسه شوي دي.

«د خليفه صاحب جومات چاودنه کې ۵۰ کسان وژل سوي»

د طالبانو د ادعا پر اساس، وژل شوي کسان په وړو چاودنو کې ښکیل ول او د یوې لوې حملې د ترسره کولو پلان ېې درلود.

داعش د کابل د شنبې ورځې د چاودنې مسئوليت هم ومانه

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې د تیرکال په اګست کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دغه ډله خپله مخالفې ډلې په مختلفو پلمو په شدیده توګه سرکوبه کوي. همدارنګه ېې د ښځو او بشري حقونه هم په شدیده توګه محدود کړي دي.

داعش په کابل کې د روسیې پر سفارت د بريد پړه منلې ده

په عین وخت کې داعش ډلې هم په دغه موده کې خپل خونړي بریدونه د پخوا په پرتله ډير کړي چې تر ډېره په کې مذهبي اقلیتونه او د طالبانو غړي په نخښه کيږي.

څه باندې یوه میاشت مخکې د کابل ښار په یوه هزاره میشته سېمه کې په یو روزنیز مرکز کې ځانمرګي بريد وشو چې پکې لږ تر لږه ۵۳ زده کونکي چې اکثره ېې ځوانې نجونې وې، ووژل شول او له سلو ډير نور ټپیان شول.

ډې پي اې/م.ک.ص./ب.ص.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب