1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: د مسکو پر تالار بريد کې داعش لاس لاره

۱۴۰۳ خرداد ۴, جمعه

روسيې ويلي دي چې په مارچ مياشت کې د مسکو په يه تالار کې د شوي بريد تر شا د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانگې لاس و. دغه څانگه په افغانستان او پاکستان کې فعاله ده.

https://p.dw.com/p/4gDzW
Russland | Innerer Kreis von Putin - Alexander Bortnikov
د روسيې د استخباراتي ادارې اف اس بی رئيس، اليکزاندر بورتنیکوفانځور: Pavel Golovkin/AFP/Getty Images

د روان ۲۰۲۴ کال په مارچ مياشت کې د مسکو په يو کانسرتځي يا د موسيقۍ په تالار کې بريد وشو. دا په روسيه کې په تيرو دوو لسيزو کې تر ټولو خونړی ترهگر بريد و. اوس روسيې په لومړي ځل د دغه بريد په هکله ويلي دي چې تر شا يې د اسلامي دولت يا داعش لاس و.

د روسيې فدرالي استخباراتي ادارې (FSB) رئيس، اليکساندر بورتنيکوف، پر یاده موضوع د »ريا نووستي« په نوم خبري آژانس ته څرگندونې کړي دي. نوموړي ويلي دي چې «د تحقيقاتو په جريان کې... دا روښانه شوې چې [د بريد لپاره] د چمتو والي، مالي تمويل، د بريد د عملي کولو او د ترهگرو تېښته د انټرنټ له لارې د داعش د خراسان څانګي د غړو لخوا سازماندهي شوې.»

خراسان د اسلامي دولت يا داعش هغه څانگه ده چې په افغانستان او پاکستان کې فعاليت لري.

داعش مسؤليت منلی و

له دې مخکې اسلامي دولت په بيلو مواردو کې د مارچ د ۲۲مې نېټي د مسکو د بريد مسؤليت منلی و. په دغه بريد کې تر ۱۴۰ زیات انسانان ووژل شول. خو مسکو په تکراري توگه هڅه کړې ده چې دغه بريد ته د اوکراين او لوېديځ سره تړاو ورکړي.

بارتنیکوف، په خپلو څرگندونو کې د ياد بريد اوکرايني زاويه له پامه نه ده غورځولې. هغه ويلي دي چې «تر بريد وروسته ترهگرو ښکاره هدايات ترلاسه کړل چې د اوکراين د سرحد پر لور حرکت وکړي، چېرې چې هلته دوی ته کړکۍ [د ور ننوتلو لاره] چمتو کړل شوې وه.» اوکراين په دغه پېښه کې لاس لرل په تکراري توگه رد کړي دي.

دغه وسله وال چې کموفلاژ دريشۍ يې اغوستي وې، د مارچ پر ۲۲ مه نېټه مسکو ته نژدې د کروکوس سيټي هال په نوم کانسرتځي ته ننوتل پر انسانانو يې فايرونه وکړل او په تالار کې يې اور بل کړ.

Russland Moskau | Trauer nach Anschlag auf die Crocus City Hall
په دغه بريد کې تر ۱۴۰ څخه زيات انسانان وژل شوي ولانځور: Maxim Shemetov/REUTERS

«امريکايي استخباراتو خبرداری ورکړی و»

تر بريد وروسته تر دولسو زيات شکمن کسان نيول شوي چې پکښې د چارواکو په وينا څلور بريدگر هم شامل دي. نيول شوي څلور بريدگر د تاجيکستان اتباع بلل شوي دي. تاجيکستان چې د افغانستان پر شمالي سرحد پروت دی، د شوروي له پخواني جمهوريتونو څخه يو دی.

امریکا متحده ايالات وايي چې په مخفي توگه او په عامه محضر کې يې د مارچ په پېل کې روسيې ته خبرداری ورکړی و چې توندلاري په مسکو کې پر يو کانسرتځای بريد پلانوي.

د امريکا متحده ايالاتو د استخباراتي ادارو يو چارواکي و امريکايي رسنيو ته تر بريد وروسته وويل چې دوی مسکو ته ويلي ول چې افراطيانو د کروکوس پر کانسرتځي باندي بريد پلان کړی دی.

روسيې ياد خبرداري رد کړل. ولاديمير پوتين تر بريد درې ورځې مخکي واشنگټن تورن کړ چې روسيه گواښي او کوښښ کوي چې روسان «تحقير» کړي.

آ./ا.ا./ن.ز.