1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

د سوریې په شمال ختيځ کې د امريکايي پوځ کم ساري عمليات

۱۴۰۱ مهر ۱۵, جمعه

په سوريه کې د داعش ډلې پر مرستیال مشر او د وسلو قاچاق کوونکي باندي بريد شوی دی. دغه عمليات د سوریې د حکومت تر کنترول لاندې سيمو کې امريکايي ځواکونو کړي دي.

https://p.dw.com/p/4HsUT
د آرشیف انځور (۲۰۱۹) - په سورېه کې د امريکا له ېوې پوځې اډې څخه پورته شوې د سورېې د امریکا ساخت یوه څرخي الوتکه
د آرشیف انځور (۲۰۱۹) - په سورېه کې د امريکا له ېوې پوځې اډې څخه پورته شوې د سورېې د امریکا ساخت یوه څرخي الوتکه انځور: Darko Bandic/AP Photo/picture alliance

د امريکا پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په اصطلاح د «اسلامي دولت» ډلې درې لوړ پوړي چارواکي یې د سوریې په شمال کې د عملياتو په ترڅ کې وژلي دي.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته د وفادارو ځواکونو تر کنترول لاندې سيمه کې دا د امريکايي پوځ لومړی دا ډول هوایي بريد او د څرخي الوتکو حملې دي.

د چارواکو په حواله د امريکا مرکزي قوماندې (سنتکام) تر ۱۰۰۰ ساعتونو هم ډېر وخت مصرف کړی، څو د هدف د په نخښو کولو پر وخت ډېر جانبي خسارات يا زيانونه و نه اوړي. د دې بريدونو په ترڅ کې د هيڅ ډول ملکي تلفاتو رپوټونه نه شته.

پنتاگون: په سوریه کي د امریکایی برید په نتیجه کي د داعش مشر وژل سوی

د داعش مرستیال مشر وژل شوی

سنتکام ويلي دي چې د پنجشبنې په ماښام د امريکا په هوايي بريدونو کې په سوريه کې د داعش مرستيال مشر ابو حسن العماوي وژل شوی دی. دغه وسله وال په ټوله نړۍ کې د داعش په پنځوو مخکښو مشرانو کې شمیرل کیدی.

ابو محمد ال قحطاني چې د داعش د زندانونو چارو د مشر په توګه ياديږي، هم په دې بريد کې وژل شوی دی. زیاته شوې ده چې د عملياتو په ترڅ کې هیڅ امريکایي عسکر نه ټپي او نه هم وژل شوی دی.

په سورېه کې کوردي ځواکونه د عملیاتو پر مهال - د آرشیف انځور
په سورېه کې کوردي ځواکونه د عملیاتو پر مهال - د آرشیف انځورانځور: AFP/Getty Images

داعش نوی مشر اعلان کړی او د مخکني مرګ یې تائيد کړی

سنتکام د پنجشنبې په ورځ دا هم وويل چې د راکان واحيد الشمري په نوم د داعش يو چارواکی چې د وسلو د قاچاق او جنګيالو د جلبولو په برخه کې فعال و، هم د سوریې په الهسکه سيمه کې د دې عملياتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

د سنتکام وياند جو بوکینو په يوه اعلاميه کې وويل: «د سنتکام ځواکونو د سوریې په شمال ختیځ کې بريدونو کړي او د داعش يو مخکښ مشر یې په نخښه کړی وو.»

د سوریې دولتي تلویزيون هم ويلي دي چې د ملوک سرای په کلي چې د ولسمشر اسد د پلوي مليشو تر کنترول لاندې دی، په عملياتو کې يو شمير امريکايي عسکرو او څرخي الوتکې ونډه درلوده.

څنګه کیدای شي داعشیان د عدالت کټارې ته راوستل شي؟

د سيمې يوه اوسيدونکي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې «هغوی [امريکايي عسکرو] د لاوډسپيکرو له لارې له اوسيدونکو وغوښتل چې په خپلو کورونو کې پاته شي.»

خو ځيني نورو عيني شاهدانو او د سوریې دولتي تلویزيون ويلي دي چې امريکايي عسکرو د يوه تن تر وژلو وروسته يو شمير نور نیولي او له ځانه سره یې بيولي دي.

د بشري حقونو يوې لندن ميشتي ټولني ويلي دي چې په نيول شويو کې يو عراقی او يو سوريايي وګړی شامل دي. د فرانسې خبري آژانس د سيمې د اوسيدونکو له قوله ويلي دي چې په دې عملياتو کې دريو پوځي څرخي الوتکو ګډون درلود.

ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters, AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب