ایران له خپل پولي واحد څلور صفرونه ليرې کوي
۱۴۰۴ مهر ۱۳, یکشنبه
د ایران د مقننې قوا د وېب پاڼې پر اساس، د ایران پارلمان د دغه هېواد د بانکنوټونو د ساده کولو په موخه له هغو څخه د څلورو صفرونو د لرې کولو طرحه تصویب کړه. پارلمان دغه طرحه چې د اوږدې مودې له پاره ځنډول شوې وه د یو پارلماني کميسیون تر وړانديز دوه میاشتې وروسته تصویب کړه.
د نوي پلان له مخې، اوسني د ۱۰زرو ریالو بانکنوټ پر ځای به د یو ریال بانکنوټ چاپ شي.
د نوو او زړو بانکنوټونو دواړه نخسې به درې کاله پورې چلش ولري او مرکزي بانک ته دوه کال وخت ورکړل شوی چې د انتقال دوره په لاره واچوي.
دا په داسې حال کې ده چې د تور بازار د تعقیبوونکو پر اساس، په وروستیو ورځو کې د ایراني ریال ارزښت پر ایران د ملګرو ملتونو سازمان د بیا ځلې تحریمونو له کبله خپل تر ټولو ټیټ حد ته راښکته شوی دی.
بریتانیا، فرانسې او آلمان چې د ایران د ۲۰۱۵م کال مخ پر زوال اټومي پروګرام لاسلیک کونکي هېوادونه دي، تېره میاشت ېې پر ایران د نړېوالو تحریمونو د بیا لګولو له پاره د «ماشې میکانیزم» فعال کړ.
د فرانس پریس د رپوټ پر اساس، د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر ۵مه) یو امریکايي ډالر په نژدې ۱میلیون او ۱۱۵ لکه ایراني ریالو معامله کېده. د اګست میاشتې په سر کې کله چې د بانکنوټونو د اصلاح طرحه له سره وړاندې شوه، یو ډالر په ۹لکه او ۲۰زره ریالو معامله کېده چې ۱۹۵زره تفاوت ښيي.
د ایران په ملی بانکنوټونو کې د بدلون طرحه د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۹م کال کې مطرح شوه، خو وروسته بېرته څنډې ته کړل شوه.
د پارلمان له خوا تصویب شوې طرحه لا هم نهايي نده او د ایران د نګهبان شورا او د ولسمشر مسعود پزشکیان لاسلیکونو ته اړتیا لري.
ایرانیان په ورځني ژوند کې په اکثرو پولي معاملاتو کې د ریال یو صفر له پامه غورځوي او له حاصل شکل څخه ېې استفاده کوي چې تومان یې بولي.
له آرشیف څخه: